The news is by your side.

سي ای اې صفر، يو، دوه، درې او کي پي يف قطعي ملي امنيت ته سپارلې

خبريال ويب پاڼه/ افغانستان ته د سي ای اې مشر پټ سفر کړی او په دې هېواد کې يې له دولتي او استخباراتي چارواکو سره ليده کاته کړي.

اسوشټیډپرس خبر ورکړی چې دوی ته مهمو سرچینو ویلي چې ویلیمز برنز کابل ته راغلی خو په دې سفر يې ډیر څوک خبر سوي نه دي.

داسې مالومات ورکول سوي چې برنز د سي ای اې ترلاس لاندې شپږو قطعو څخه دوه يې ملي امنيت ته سپارلې

سرچینې ویلي برنر د خپل سفر په ترڅ کې چې رسنیز سوی نه دی له افغان چارواکو سره لیدلي او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یې ورسره پر حالاتو او وضعیت خبرې کړې دي.

جزیات وايي چې د برنز سفر ځکه مهم وو، چې د امریکا د سي ای اې تر واک لاندې شپږو قطعو له جملې څخه چې په افغانستان کې يې دوی لري دوه يې افغان ملي امنیت ته سپارلې.

د سي ای اې دې مشر د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته هم افغان دولت ته ډاډ ورکړی چې د دوی جګړه به د ترهه ګرۍ په وړاندې دوام ولري او د همکاریو ډاډ يې ورکړی.

تراوسه پوري افغان دولت د ښاغلي برنز د سفر په هکله څه نه دي ویلي خو تر ډیره بریده ښايي د دې مهم امریکايي سفر افغانستان ته اړین وو، ځکه له پوځي حضور وروسته شونې ده چې امریکا خپل استخباراتي حضور زیات کړي.

څو ورځې وړاندې د یو شمېر سرچینو په حواله داسط راپورونه خپاره سول چې ګواکي د افغانستان جګړه امریکايي قرا دادیانو سپارل کیږي او نور به دا جګړه سي ای اې مخ ته وړي

په ورته وخت کې د د هیواد د ملي امنيت رييس ضيا سراج افغانستان ته د سي ای اې رييس سفر تاييد کړ او د ترهه ګرۍ پر وړاندې يې د ګډې مبارزې خبر ورکړ.

هغه د صفر يو، صفر دوه، صفر درې او کي پي ايف ځواکونو او قطعو په اړه وويل چې د افغان ملي امنيت تر قوماندې لاندې دي او خپل فعالیت کوي.

دا قطعې خورا مجهزې او د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې شتون لري ځيني وخت په بيړنيو حالاتو کې په عملیاتو کې هم ګډون کوي

چين افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اړوند خپل دریځ بیان کړ

که طالبانو پر غزني برید وکړ، د سولې پروسه لغوه کوم

Comments are closed.