The news is by your side.

“جګړه ختمېږي؛ هوښیاران بیا پر افغانستان کار نه لري “

خبریال وېبپاڼه/ د امریکا یوه پخواني لوړپوړي ديپلومات له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په تړاو د جوبایډن پرېکړه ستایلې ده او دا یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره نېک اقدام بللی دی.
د امریکا پخواني جمهوريپال د بهرنیو چارو وزیر جیمز بیکر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پرېکړه یو زړه ور اقدام و او دې سره به حداقل د سولې بندې دروازې یو څه پرانیستل شي.
دده په خبره، چې افغانستان د ټولو بهرنیو سرتېرو لپاره یو خطرناک هېواد دی او څومره ژر چې له دغه هېواد امریکايي عسکر وځي د امریکا او افغانستان په ګته دی.
بیکر وایي دغه هېواد په وچه کې حصار دی، پېچلې لارې او درې لري او هوښیاران له دغه هېواد سره کار نه لري او نه بیا د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا هڅه کوي.
نوموړي د سرتېرو د ایستلو په اړه د بايډن پرېکړه ستایلې او هغه یې له زړه ورتیا ډک اقدام بللی دی، څو له یوې خوا امریکايي سرتېري خپلو کورونو ته ستانه شي او له بلې خوا د جګړې د پای ته رسولو اقدام وشي.
دغه امریکايي دیپلوماټ داسې مهال له افغانستانه د سرتېرو ایستل پر ځای اقدام بولي، چې تر اوسه هېڅ نړۍوال بنسټ د جو بایډن دغه پرېکړه پر ځای نه ده بللې او غیرمسوولانه اقدام یې بللی دی.
دوی دا اندېښنه څرګنده کړې، چې ښايي د سرتېرو له ایستلو سره سم ترهګر په ځانګړي ډول طالبان بیا د جګړې له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي او دغه هېواد بیا د تودو جګړو په مرکز بدل شي.
دوی زیاته کړې چې طالبان یوه بې باوره ډله ده او هېڅ تضمین نشته چې دوی دې د سرتېرو له ایستلو وروسته سولې ته غاړه کېږدي.
خو له دې هر څه سره سره افغان حکومت او په ځانګړي ډول ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو خلکو ته ډاډ ورکړی چې افغانستان به هېڅلکه بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي، ځکه په وینا یې افغانستان د اویایمو کلونو هېواد نه دی او اوس د هر ډول ترهګریزو بریدونو د دفع کولو تابیا شته. هغه څه چې رښتیا دي.

Comments are closed.