The news is by your side.

له ترهه ګرو سره د پاکستان اړیکي ورته په درنه بیه پرېوزي

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان په هکله یو شمېر امریکایي شنونکو اندېښنې ښودلې او ویلي یې دي چې د بهرنیو ځواکونو وتلو وروسته به ګاونډي هېوادونه لاس وهنې زیاتي کړي.

یو امریکايي شنونکي په خپله تازه لیکنه ویلي چې د افغانستان لپآره د دې هېواد پر ګاونډيو باور نه دی ځکه ښايي د امریکايي سرتیرو وتلو وروسته په دې  هېواد خونړۍ جګړې د ګاونډیو د مداخلي له امله رامنځ ته سي.

مایکل روبین چې د افغانستان وضعیت له نژدې څارې د پاکستان په هکله ویلي چې  پاکستان به ډیر وروسته پوی سي چې  پرغلطه روان دی او له ترهه ګرو د ملاتړ له امله به غټه بیه پرې کړي.

نوموړي د خپلې لیکنې په دوام ویلي چې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دستي د افغانستان ګاونډيان دلته مداخلې پيل کړي چې لامل به یې د ډیرو جګړو شدت سي.

مایکل زیاته کړې چې طالبان د سولې په برخه کې رښتیني نه دي ځکه نو له همدې امله په هره وړه بهانه د مذاکراتو له میزه ځي د ده له انده طالبان د جګړې له لارې واک ته رسیدل غواړي چې له همدې امله ښايي افغانستان کې جګړې سختې سي.

د پاکستان په هکله او د دوه مخې توب په هکله يې د افغانستان په حق کې ټوله نړۍ شک لري، او داسې انګیري چې دا هېواد جمه نور ګاونډیان په افغانستان کې د یوه خپلواک نظام ملاتړي نه بلکي جګړې غواړي.

د پاکستان په هکله تیره اونۍ افغان ولسمشر پریکړه وکړه هغه پاکستان ته وویل چې تاسو يې وټاګۍ دوستي یا دښمني افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو څرګندونو کې وویل ستاسو د تصمیم نیونې وخت دی زړه مو چې دوستي کوئ یا دښمني  دښمني به درته ګرانه پرېوزي او په دوستي کې سلګونه کلونه پرمختګ او ښې رازي ده.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دې  سره خط کشونې وروسته ښايي پاکستان د یوڅه په لټه کې وي خو د امریکايي ځواکونو په وتلو سره ښايي ستونزې نورې هم زیاتي سي او په افغانستان کې اوسنی وضعیت هم تر اوسني حالت څه کړکیچن سي خو تمه سته چې د سولې روانې خبرې او د ترکیې کنفرانس یوه نتیجه ورکوي.

چين افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اړوند خپل دریځ بیان کړ

که طالبانو پر غزني برید وکړ، د سولې پروسه لغوه کوم

Comments are closed.