پاکستاني صديق خان څه پيغام راوړی؟
خبريال ويب پاڼه/ کيږي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صديف خان د يو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی.
صديق خان ولې راغلی؟
صديق خان او پاکستان دواړه د تصميم نيونې مرحله کې دي دوی به دولت يا طالبان ټاکي او يا به هم بې طرفه پاتيږي خو دا شونې نه ده چې پاکستان غوندې هېواد دي په حساسو شرايطو کې له افغانستان سره بې طرفه پاتي سي.
که له افغانستانه امريکايي سرتيري ووزي نو افغانستان نور هم خودمختاره او د راتلونکي په هکله مستقلې پريکړې کولای سي نو ښايي پاکستان څه ويره ولري، په لومړي سر کې د دې هېواد له لوري کوښښ کيږي چې دواړه غځړې وخوري يعني طالب او حکومت دواړو سره اړيکې ولري او اغېز يې وي خو داسې نه کيږي ځکه خو پاکستان په دې ورستيو کې د افغانستان په هکله مثبتو خبرو ته ترجيع ورکړې هغوی ښايي د غني وروستيو څرګندونو څه ځپلي وي.
ولسمشر غني پاکستان ته څه وويل؟
افغان ولسمشر د امريکايي ځواکونو د وتلو نېټې اعلان وروسته په خپله وينا کې وويل چې نن مو د تصميم نيولو وخت دی دوستي يا دښمني موږ دواړو ته تيار يو، نو داسې فکر کيږي چې پاکستان به له دې دوو حتمي يوه ته دوستي يا دښمني ته چمتوالی نيسي.
مالومات ښيي چې د عمران خان ځانګړی استازی به د سولې خبرو، امنيت او دوه اړخيزه مسايلو په هکله له افغان چارواکو سره د ليدنې پر مهال خبرې وکړي.
که څه هم د يادو موصوعاتو په هکله اوس افغانستان له پاکستان سره د خبرو کولو دلچسپي نلري خو پاکستان بيا بيا ځان ګډوي او غواړي يو ځل بيا ځان مهم ثابت کړي او تر نورو ښکيلو هېوادونو ځان مخ ته کړي خو د سولې په حبرو کې د ترکيې او نورو هېوادونو ښکېلتیا پاکستان له هره پلوه منزوي کړی او نسي کولی د پخوا په شان په دې خبرو کې خپلې کټې خوندي کړي ځکه غواړي افغان دولت ته د نژدې کيدلو او يا هم د دوستۍ تمثل کولو له لارې ځان خپلو موخو ته ورسوي.
ذه ورته وخت يو شمېر امريکايي شننونکي وايي چې پاکستان ته په کار ده چې له ترهه ګرۍ لاس واخلي او که داسې نه وي نو د دې ملاتړ ډير دروند پور به پرې کړي
Comments are closed.