The news is by your side.

ترکيه بايډن ته: عثماني خلافت زموږ د اتلانو تاريخ دی

خبريال ويب پاڼه/ بايډن د ترکيې عثماني خلافت په دوره کې د ارمنيانو د وژل کيدو پيښه نسل وژنه بللې خو ترکيې غبرګون ښودلی.

د عثماني خلافت پر مهال چې کله ترکيه کې کورنۍ جګړې وې د دې خلافت له لوري جوپې جوپې ارمنيان ووژل، چې یو شمېر هېوادونه يې نسل وژنه بولي او اوس امريکا هم ورته دريځ غوره کړ.
ترکيې د بايډن له وروستي اقدام سره په مخالفت ښودلو ويلي څوک دي موږ ته تاريخ نه ښيي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ولود چاوش په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې د دوی تاريخ د اتلانو په وينو ليکل سوی، او هيڅوک د دې حق او وړتيا نلري چې د دوی په لاس لیکل سوی تاريخ ترکانو ته ور زده کړي.
ده زیاته کړه چې د ارمنيانو وژل د کورنۍ جګړې له امله رامنځته ته سوې.
جوبايډن د ترکيې عثماني خلافت په دوره د ارمينانو د وژل کيدو پيښه نسل وژنه بللې.
د عثماني خلافت پر مهال لومړۍ نړيواله جګړه کې د کورنيو اختلافاتو د رامنځته ته کيدو له امله يو نيم ميلیون ارمني عيسويان ووژل سول او يا هم تبعيد سول.
په ورته مهال د امريکا په ګډون يو شمېر هېوادونه دځ پيښه نسل وژنه بولي خو ترکيې ويل چې دوی د ارمنیانو د نسل له منځه وړنې هڅه نه ده کړې.
عثماني خلافت چې د مسلمانانو وروستی خلافت هم بلل کيږي تقريباً پر نيمه نړۍ يې تلسط حاکم وو د دې خلافت موده شپږ سوه کاله وغځیده چې له ۱۲۹۹ زیږديز څخه تر ۱۹۲۳ زيږديز کاله پوري یې دوام درلود.
د عثماني خلافت بنسټ عثمان کښېښوده چې د ارطغرل زوی وو، هغوی اصلي ترکان ټبره وه.
د دوی د خلافت قوت په ۱۶ او ۱۷ پيړۍ کې نور هم زيات سو او په دې وخت کې يې اسیا افریقا او اروپا لويي وچې تر خپل تسلط لاندي راوستې وې.
دې منسجم خلافت په ۱۹۲۳ کال کې زوال وکړ او له منځه لاری.

اوس تازه د ترکيې او امريکا ټکر به کومې پايلې ولري بايډن ته د ترکيې بهرنیو چارو وزارت ډير ژر غبرګون او ځواب ورکړی او ښايي چې په دې هکله نور ترکي چارواکي او یو شمېر هېوادونه هم غبرګون و ښيي

چين افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اړوند خپل دریځ بیان کړ

که طالبانو پر غزني برید وکړ، د سولې پروسه لغوه کوم

Comments are closed.