The news is by your side.

صالح: له پاکستان او طالبانو ملګروملتونو ته څه وويل؟

خبريال ويب پاڼه/ د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح يوځل بيا طالبانو او پاکستان ته قهړ سوی او ويلي يې دي چې پاکستان او طالبانو په افغانستان کې بشري جنايت کړی.

امرالله صالح په خپلو ټويټ پيغامونو کې پر ملګروملتونو ږغ کړی چې د طالبانو او پاکستان پر بشري جنايت سترګې پټې نه کړي.

ده پاکستان تورن کړ چې طالبانو ته يې د امونيم نايټرېټ توکو په ورکړي سره په دې هیواد کې بشري جنايت ته لاره پرانستلې او طالبان پرې افغانان وژني.

صالح ويلي ملکري ملتونه د پاکستان له لوري طالبانو ته د امونيم نايټرېټ د ورکړي برخه کې چوپ نه پاتیږي.

د ولسمشر مرستيال وايي د پاکستاني امونیمو په مټ طالبانو د سړک غاړې او نورو ماينونو ته مخه کړې چې هيڅ ملکي ځو نظامي هدف نه ګوري يوازي وژنه کوي.

ده زياته کړې له دې امونيمو يوازي په نظامي کچه استفاده کيږي او په افغانستان کې د دې توکو له امله رامنځ ته سوې مرګ ژوبله بشري جنايت دی.

هغه نر ملګروملتونو ږغ کړی چې په دې هکله چپه خوله پاتې نه سي.

د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې نن د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صديق خان هم کابل ته راغلی.

صالح په بار بار پاکستان تورن کړی چې افغانستان کې د جګړې پلوي دی او له طالبانو سره پخې اړيکي لري.

د ده له انده داسې ښکاری چې طالب ژوندی په پاکستان دی او کچيري له طالبه نن پاکستان او ای ايس ای لاس واخلي نو دا ډله نور حيات نلري.

افغانستان تر دې وړاندې هم څو ځله پاکستان تورن کړ چې په افغانستان کې يې نيا بتي جګړه پيل کړې او په سيمه کې د ترهه ګرو ډلو سره چې په افغانستان کې بريدونه کوي ملاتړ کوي خو پاکستان د افغانستان دا ادعا نه ده منلې او ويلي يې دي چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنه نکوي

تراوسه پوري د‌صالح د څرګندونو په هکله پاکستان غبرګون نه دی ښودلی او ښايي هيڅ غبرګون هم و نه ښيي ځکه پاکستان اوس په دې لټه کې دی چې پر ځان لګيدلي تورونه بې ځايه ثابت کړي او ځان ښه ګاونډی و ښيي

چين افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اړوند خپل دریځ بیان کړ

که طالبانو پر غزني برید وکړ، د سولې پروسه لغوه کوم

Comments are closed.