کرونا پرون راهیسې ۱۱۸ پاکستانیان مړه کړي
خبریال وېبپاڼه/ د کرونا ویروس درېیمې څپې په پاکستان کې خلک له سخت وضعیت سره مخ کړي دي او هره شپه او ورځ تر یو نیم سلو کسانو پورې مړه کوي.
د پاکستان روغتیایي چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې یوازې په تېره شپه او ورځ کې پر کرونا وبا اخته ۱۱۸ نور کسان مړه شوي دي.
دوی زیاتوي، چې له دې سره په دغه هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱۷ زره او ۱۱۷ ته رسېدلی دی او ورځ تر بلې دغه شمېره په زیاتېدو ده.
راپورونه وایي، چې په همدې موده کې د کرونا وبا ۵۶۱۱ مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي، چې د تېر په پرتله لوړ ارقام دي.
د یو شمېر نورو هېوادونو تر څنګ پاکستان هم د کرونا ویروس د زیاتېدو له امله له ننګونو سره مخ دی او ګڼې ستونزې یې پیدا کړې دي.
چارواکي وایي چې پاکستان کې ډېر شمېر روغتونونه د اکسیجن او نورو اسانتیاوو له کمښت سره مخ شوي دي او حیران پاتې دي، چې څه وکړي.
د کرونا ویروس درېیمه څپه د پاکستان ترڅنګ په هند کې هم حساس پړاو ته رسېدلې او هره ورځ لسګونه کسان مړه کوي.
په افغانستان کې بیا د دغه ویروس درېیمه څپه تر اوسه چندان نه ده خپره شوې او د عامې روغتیا وزارت مسوولینو هم خپل چمتووالی نیول دی.
لا مالومه نه ده چې درېیمه څپه د کرونا به تر کله پاتې شي، خو د خلکو ترڅنګ د روغتیا مسوولین سخت اندېښمن دي، چې هسې نه دغه څپه تر اولو هغو اوږده او خطرناکه شي.
کرونا ویروس په دوه زره او نولس کال کې د چین په ووهان ښار کې خپور شو، چې وروسته بیا د افغانستان په شمول د نړۍ لسګونه هېوادونو پورې ورسېد او خلک یې له سخت وضعیت سره مخ کړل.
که څه هم ګمان دا دی چې دغه ویروس طبعي دی، خو داسې هم ویل کېږي، چې دغه ویروس د انسانانو په لاس د یوې ځانګړې موخې لپاره جوړ شوی دی.
په افغانستان او نړۍ کې داسې مهال د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو خبر ورکول کېږي، چې لا هم دلته جګړه روانه ده او د دغه ویروس د وقایې پر ځای د خلکو او مسوولینو ټول پام جګړې ته دی.
Comments are closed.