The news is by your side.

ميلر اډې مو خالي کړې، خو طالبانو جګړه زياته کړې

خبريال ويب پاڼه/ په افغانستان کي د ټولو بهرنيو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ ميلر د افغانستان او طالبانو په هکله نازه څرګندونې کړې او د دې هېواد راتلونکي ته يې اندېښنه ښودلې.

ميلرروويل دوی ته امرسوی چې له دې هېواده ووزئ زموږ يو شمېر اډې حالي سوې او افغان ځواکونو ته مو سپارلې دي.

هغه پر طالبانو نيوکه وکړه چې لا هم له القاعده سره اړيکي لري او اړيکې يې نه دي ورسره سره پريکړې.

هغه‌‌ د تاوتريخوالي کچې پر زياتيدو انديښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې ‌د تاوتريخوالي لوړه کچه د سولې پروسه زيانمولی سي.

ميلر وويل چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د تاوتریخوالي دا دوام ټوله سيمه و ګواښي.

د امريکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې تټ راتلونکي سپټمبر مياشتې ۱۱ نېټې پوري له افغانستانه خپل ټول سرتيري باسي، او د امريکا اوږده جګړه پای ته رسوي.

خو داسې ښکاري چې د سرتيرو وتل هم کومه حل لاره نه ده ځکه چی طالبانو تاوتريخوالی زيات کړی او د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې ډا مهال جګړې روانې دي.

داسې فکر کېږي روان تاوتريخوالی حتمي کوم تاوان لري او اخیر به امريکا ياهم ناټو په دې باندې کوم غبرګون ښيي.

طالبانو د تاوتریخوالي د زیاتیدو په هکله څه نه دي ويلي خو ويل کيږي چې د ترکيې او يو شمېر نورو هېوادونو له لوري داسې هڅه روانه ده چې طالبان مجبور کړل سي چې د سولې خبرو کې برخه واخلي خو طالبانو ويلي ترڅو چې يې اندیښنې له منځه نه وي تللې نو په کومه ناسته کې ګډون نکوي.

په افغانستان کې روان ورځني تاوتريخوالي عام افغانان اندېښمن کړي او همدارنګه د يوې حل لارې او جګړې ختم لپاره پر ټولو لورو د‌ سولې کولو ږغ کوی.

تمه ده چې د طالبانو تر راضي کيدلو وروسته د ترکيې استانبول ښار کې يولوی کنفرانس جوړ سي چې د افغان سولې لپاره به د هيوادونو په حضور کې پر ټولو مواردو بحث کيږي.

چې تراوسه پوري لاهم. طالبان دې کنفرانس کې د ګډون په هکله نه دي راضي شوي.

خو عام افغانان هيله لري چې د ټولو په هڅو به دا کنفرانس نتيجه ورکړي

Comments are closed.