The news is by your side.

بلوڅ مجاهدینو یوځل بیا شپږ پاکستاني عسکر غځولي

خبریال ویب پاڼه/ راپورونه وايي چې د بلوڅ ملتپالو د خپلې روا مبارزې په لړ کې یوځل بیا شپږ پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او هغوی يې په ویره کې ساتلي دي.

لیبریشن فرنټ ډله چې فعاله بلوڅ ملتپاله وسلواله ډله ده په خپل یو تازه بیان کې ویلي چې پر پاکستاني عسکرو يې یوځل بیا قیامت جوړ کړی او وژلي يې دي.

کیسه کوي چې پاکستاني عسکر له خپلې پوستې کښته سوې او اوبو پسې تللی وو، چې بلوڅ مجاهدینو په هدف کې راوړي او ډزې يې پرې کړې چې څلور  يې ځا پرځای هلاک کړي او دوه په ټپي حالت پوستې ته رسیدلي چې ښايي هغلته ته یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې وي.

د دې ډلې د مالوماتو  له مخې د کیچ دښته چې پکښي یوه و نیمه د پاکستاني عسکرو پوستې شتون لري نن يې ملګرو همدلته پر پاکستاني عسکرو وار کړی او زړه یې پرې یخ کړی.

مالومات ښيي چې څلور د ډزو حالت کې ځای پرځای هلاک سوي او دوه چې اوس به هلاک سوي وي په سرو وینو خپلې پوستې ته ځان رسولی.

په محکوم بلوچستان کې د لیبریشن فرنټ ډله چې جنګیالي يې هر وخت د پاکستاني عسکرو ښکار کوي کله کله د خپلو لاس ته راوړنو راپورونه له رسنیو سره شریکوي.

دوی له تیرو څو کلونو د خپل محکوم او مظلوم ملت د حقونو د غوښتنې په پار د پاکستاني ظالم ریاست په وړاندې وسله پورته کړې او تر دا مهاله يې په خپله حقه مبارزه کې سلګونه پاکستاني عسکر چې د دوی د حق مخنیوی یې کړی په هلاکت رسولي او  دوی ټینګار کړی چې  خپلې وسلوالې مبارزې ته به ترهغو دوام ورکوي ترڅو  چې د پاکستان له ظالم دولت او  پوځ څخه د خپلو مظلومو وګړو حق وا نه خلي.

بلوڅ ملتپال وخت ناوخته د پاکستان پوځ او عسکرو پر ضد دا ډول عملیاتونه کوي چې  هغوی يې هم زیات وار خطا کړي او ان له خپلو پوستو نسي راوتلی.

بلوڅان له پاکستاني دولته د خپلو خلکو حق او د ژوند د لومړیو اسانتیا وو، خدمات غواړي خو پاکستانی دولت يې په سیمه کې له کانونو او طبعي زیرمو استفاده کوي خو غوښتنې يې نه مني ځکه نو دوی هم وسلواله مبارزه پیل کړې

چين افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اړوند خپل دریځ بیان کړ

که طالبانو پر غزني برید وکړ، د سولې پروسه لغوه کوم

Comments are closed.