The news is by your side.

امریکا وايي، د طالبانو د هر ډول بریدونو دفع کولو ته تیار یو

خبریال وېبپانه/ امریکا وايي، له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو پر مهال د هر ډول احتمالي ګواښ او خطر پر وړاندې تیاری لري او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې دغه پروسه ګډ وډه کړي. 

د پنټاګون ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کې ویلي، د امریکا ددفاع وزارت پلانوونکو د ټولو هغه احتمالي خطرونو وړاندوینه کړې او پر وړاندې یې تیاری لري چې د طالبانو له لوري به د ځواکونو د ایستلو پر مهال پېښېږي.

دده په خبره په منځني ختیځ کې یې الوتکې ځای پر ځای شوې دي، په سیمه کې یې د بېړیو نظامي ماموریت غځېدلی دی او د سرتېرو د ایستلو بهیر به په منظمه توګه تر امنیتي پوښښ لاندې وي.

پنټاګون وايي طالبانو ته نه ده په کار چې په دې موده کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه وکړي، خو که داسې کوم اقدام وکړي امریکا یې د نظامي ځواب وړتیا لري.

که څه هم د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د تړون پر اساس باید امریکايي سرتېري د مې په میاشت کې وتلي وای، خو دغه ځواکونه د سپټمبر میاشت کې له افغانستانه وځي، چې طالبانو د مې میاشتې وروسته د بریدونو ګواښ کړی دی.

که څه هم د دوحې تر تړون وروسته طالبانو پر امریکايي ځواکونو هیڅ ډول برید نه دی کړی خو اوس به مالومه شي چې د مې میاشتې وروسته به پرې بریدونه پیل کړي او که نه.

هلته بیا بریتانیا هم ویلي چې ښايي د مې میاشتې په لومړۍ نېټه طالبان پر بهرنیو ځواکونو بریدونه پيل کړي چې دا به د ټولو لپاره سخته وي.

نړۍوالو طالبانو یوه بې باوره ډله بللې او ویلي یې دي چې هیڅ تضمین نشته چې دغه ډله دې د مې میاشتې وروسته پر بهرنیو ځواکونو بریدونه پیل نه کړي.

داسې مهال پر بهرنیو ځواکونو تر څه باندې یو نیم کال راهیسې د احتمالي بریدونو خبره کېږي، چې وسله والو طالبانو د هېواد په ګوټ ګوټ کې جګړه توده ساتلې او هره ورځ لسګونه ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړوي.

دغې ډلې د اوربند لپاره د افغانانو د وار وار غوښتنو سره سره په تاوتریخوالي کې هیڅ راز کمښت رانه وست.

Comments are closed.