د پلونو جوړولو له لارې د چاپیریال ساتنې هڅه
خبریال ویب پاڼه/ کابل ښار، چې د نورو ولایتونو په نسبت د خلکو ژوند پکې زیات ماډرن دی، د جنوب لویدیځې دروازې په لار د راغلو مسافرو وضعیت د ګرد او غبار له مخې له لرې ښکاریده، په څهرو به یې من من دوړې ناستې وي.
د کابل ولایت جنوب لویدیځه دروازه، چې کابو اووه ولایتونه او د پغمان د ځینو سیمو اوسیدونکي پرې تګ او راتګ کوي د ترانزیټي اهمیت سربېره د د ګڼو وسایطو او د سوداګریزو توکو د نښلون یوه ستره لاره ده، چې څه موده وړاندې د سیلابونو او ورښت له امله تخریب شوې او د خلکو لپاره یې ګڼې ستونزې رامنځته کړې وې.
خلک د زیات ازدهام او لاربندۍ څخه تر پوزې راغلي و. د هوا ککړتیا، د موټرو لاربندي، د نارغانو په ځنډ تر رغتونه رسول، همدازار کرهڼیزو توکو او سبزیجاتو د خرابتیا لامل شوی و. په دې سبب یې هوا زیاته خرابه کړې وه.
د ټولګټو وزیر انجینر نجیب الله یمین د کمپنۍ پل او ددې پل سړک، چې د کمپنۍ له بازاره پیل کیږي ان د میدان وردګو ولایت تر دراني بازار پورې رسیږي په رغنیزو چارو یې کارونه زیات چټګ کړل او اوس ۹۷ سلنه یې کارونه مخته تللي دي.
د کمپني اصلي پله کارونه روان دي او د هغه تر څنګ یو بل نوي پل، چې چارې یې بشپړې شوې دي. او ژربه ګټې اخیستې ته وسپارل شي.
نوموړی پل د ثبات کال د ۱۰۰ ورځې او ۱۰۰ زیرو له ډلې څخه دي او په دې موده کې به د خلکو په مخ خلاص او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دا پلونه څه باندې ۵۶ متره اوږدوالی لري، چې له کپمنۍ بازار څخه تر دراني بازاره پورې غځیدلی سړک هم لري، چې د هیواد جنوب لویدیځ ولایتونه به د کابل سره په نښلون کې د زیاتو اسانتیاو څخه برخمن کړي. او ډېرو وګړو ته یې د کار زمینې هم برابرې کړې دي. او ددې پل جوړښت پورتنۍ ستونزې هوارې کړې او د سوداګرو د وسایطو په انتقال کې یې سهل رامنځه کړی دي.
روغ پلونه او پاخه سړکونه د هوا په صفاوالي کې زیات مهم رول لري، چې نه یوازې اقتصادي ګټې لري، بلکې روغتیایي ګټې هم لري.
افغانستان کې د ملي وحدت حکومت په را بره کېدو سره له سختو پړاونو سره لاس او ګریوان و. بهر میشتو خیریه بنسټونو له هیواده کډه کړې وه. کلي او بانډې په سختو شرایطو کې ول. متاسفانه د ښاغلي حامد کرزي په وختونو کې چې څومره مرستې وې، مګر هغه ډول بنیادي کارونه و نه شول، چې د لویو لارو مخونه له خړو خاور ورپروته کړي او په تورو کانګریټي سړکونو یې بدل کړي. ځینې لویې لارې پخې شوې، ولې د ناغیړۍ او فساد او همدا راز د تپل شوې جګړې له امله بیرته کڼدر کنډر شوې. او د اوږد مهالي لپاره یې کټه ترې ونه خیستل شوه.
د ټولګټو وزارت چې په هیواد کې د لویو سکتوري وزارتونو څخه دی، او کابو د هیواد سړکونو مسولیت ورتر غاړې دي، نو په دغه لاره کې زیاتې هلې ځلې پیل کړې دي. او د هیواد پولونه او سړکونه به په بنیادي ډول ورغوي. دا مهال نوموړي وزارت د هیواد په ګوټ ـ ګوټ کې د پلونو او سړکونو په رغنیزو چارو پیل کړی دی او په زیاتو سیمو کې یې کارونه بشپړ شوي دي، چې ددې وزارت په ویب سایټ کې یې راپورونه نشر شوي دي.
یونس تنویر
Comments are closed.