The news is by your side.

د ننګرهارامنیت د والي صاحب تسلیت او د جنازې لمنځونه

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان ننګرهار ولایت روانه نا امني بې انصافي د هر وګړي له زغم څخه وتلې او دا مهال یې د هرې ورځې او شپې راتللو ته اوسیدونکي اندېښمن دي.

هغه ننګرهار چې  د ګلو هار همېشه ورته ویل کیدل اوس يې څوک لیدلو ته نه ورځي بلکي هلته میشتي هم د حشت او دحشت څپې اخیستې او په خپل کور کې پر قراره نه دي.

د لته د خپل ډول نوې نا امنۍ د ځوانانو قتل عام روان دی حتی خویندي مو هم په امن نه دي خو ولایتي اداره او  امنیتي مسؤلین یوازي په دې غښتلي چې جنازې وکړي، کله چې یوه زړه بوږنوونکې  پیښه رامنځ ته کیږي موږ د ولایت مقام پاڼې څخه تر ټولو لومړی د تسلیت اعلامیه وینو او بس هیچا هم د دې ښکلې ښار پخوانی رنګ او بزم د بیرته را ژوندي کولو کوښښ و نه کړ.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل په راتګ سره که څه نوموړي کوښښ کړی چې د ولسونو منځ کې پاتي سي او هغوی خوشحاله وساتي خو د امنیت کابو کولو کې یې یوازي د تسلیت لاره غوره کړې او کله چې مو له منځه خوږ څوک ولاړ سي نو بیا د ډیر ناز لپاره ورته والي صاحب د جنازې لمونځ ورکوي.

د راپورونو له مخې ویل کیږي  چې د ننګرهار ولایت امنیت ورځ تر بلې خرابيږي او خلک يې خورا اندېښنه کې دي د دې ولایت اوسیدونکي  هم وايي چې  ځوانان شهیدان کیږي ترور کیږي په یوه او بل نوم له منځه ځي خو والي او اداره د خواشینۍ او تسلیت پيغام باندې بسنه کړې.

ویل کیږي چې تیره شپه نا مالومه وسلوالو د لعلپوري ولسوالۍ په سدي سیمه کې پر هغه ډله ځوانانو چې د تراویح لمانځه وروسته يې مجلس کاوه ډزې کړې او پکښي پنځه ځوانان شهیدان کیږي او درې نور يې ژوبل کیږي.

تراوسه پوري مالومه نه ده چې د دې پیښي د عاملینو په وړاندې به بیا د تسلیت پیغام خپریږي او که به په عملي ډول د جلال اباد ښار او ولسوالیو امنیت ته پاملرنه کیږي

د ننګرهار ولایتي اداره دي د تسلیت او د جنارو لمنځونو پرځای د خلکو اندېښنو او غوښتنو ته فکر وکړي او د امنیت د ډاډمنتیا په خاطر دي ګامونه اوچت کړي

Comments are closed.