سراج: ۷۰۰۰ طالب زندانیان په صورت نه خوشي کیږي
خبریال ویب پآڼه/ که څه تیره ورځ طالبانو دعیاس ستانګزي خبرې چې ویلي يې وه ډیر ژر به یې اوه زره زندانیان خوشي سي رد کړې او ویلي يې وو، چې دا خبرې د عباس ستانګزي په نوم مستعار ټویټر اکونټ څخه خپرې سوې خو په هکله غبرګون ښودل سوی.
د افغانستان د ملي امنیت رییس په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو پاتي ۷۰۰۰ زندانیان په هیڅ صورت سره نه خوشي کیږي طالبان بیا په خپلو لویو شرطونو کې تل د خپلو ۷۰۰۰ زندانیانو د خوشي کیدلو او د خپلو مشرانو له نومونه د تورلیست څخه د ایستلو شرایط وړاندې کوي.
د طالبانو د زندانیانو د خوشي کولو په هکله نور غبرګونونه هم جو دي خو د ضیا سراج څرګندونې تازه او ښايي همدا تازه د افغان دولت دریځ وي.
سراج چې نن تازه یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل چې نړیواله ټولنه دي له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په برخه کې افغانستان یوازي نه پریږدي.
د ده په وینا طالبان د سولې کولو هیڅ اراده نلري او په بیلابییلو پلمو سره د جګړې دوام ته دلیلونه پیداکوي او غواړي چې خپله جګړه په همدې پلمو روانه وساتي.
سراج وویل چې موږ دسولې غوښتوونکې یو خو دا چې وسلوال طالبان راسره جګړه کوي نو موږ د دوی پر وړاندې د مبارزې لپاره هم چمتو یو، سراج وویل چې د طالبانو ۷۰۰۰ زندانیان په هیڅ صورت نه خوشي کیږي.
نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې د داعش شتون په اشارې وویل چې د داعش لیکو کې ډیری جنګیالي پاکستانیان دي او د ډاله په افغانستان کې له جدي ننګونو سره مخ او نسي کولی چې خپلې ریښې وغځوي
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس پر داسې مهال د طالب زندانیانو په هکله څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب او د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم په دې هکله خپل دریځ څرګند کړی وو، دوی هم د پاتي۷۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو په هکله مخالفت کړی او ویلي يې وو، چې دا طالبان به هیڅ کله خوشي نه سي امرالله صالح وویل چې د ۵۰۰۰ طالب زندانیانو د خوشي کولو اشتباه هیڅ کله بیا نه تکراروي
Comments are closed.