The news is by your side.

افغانستان ته ۶۵۰ امریکايي سرتیري راځي

خبریال ویب پاڼه/ تر دې وړاندې هم داسې اوازې  وې چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د خوندي وتلو په موخه  امریکايي تازه دمې سرتیري راځي ترڅو د وتلو پر مهال د خپلو نورو سرتیرو امنیت تامین کړي.

امریکا د وتلو پر مهال پر  امریکايي د برید په هکله د جدي ځواب خبر ورکړی خو داسې ښکاري چې طالبان له مي وروسته هم پر امریکایانو بریدونه نه کوي.

اوس تازه د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون ویلي چې افغانستان ته د خپلو سرتیرو ایستلو د امنیت تامین برخه کې ۶۵۰ سرتیري لیږي ترڅو د نورو سرتیرو وتلو پرمهال د هغوی امنیت وساتي.

افغانستان دا ۶۵۰ سرتیري د ۷۵ رېنجر غونډ غړي دي چې د ځانګړو ځواکونو برخه تشکیلوي او نور غړي يې هم په دندو بوخت دي.

دوی د الوتکو په وسیله د افغانستان بیلابیلو سیمو ته رسول کیږي او هلته به د وتلو پرمهال د نورو سرتیرو امینت تامین کوي دغه ځواکونه به د AC 130 الوتکو له لوري بدرګه کیږي.

امریکا د دې سرتیرو ترڅنګه سیمې ته لويي الوتکې بي ۵۲ هم استولې ترڅو د امنیت د خوندیتوب لپاره لار نوره هم بې غمي رامنځ ته کړي.

موده وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې له افغانستانه به خپل سرتیري د راتلوونکې سپټمبر میاشتي پوري له افغانستانه وباسي، چې پر مهال یې یو شمېر غبرګونونه را پاریدلي.

د امریکا په کور دننه یو شمېر سیاسي څیرو ویلي چې له افغانستانه په اوسني وضعیت کې د سرتیرو احمقانه کار بللی او له امریکا او بایډنه يې غوښتي چې په دې هکله دي له سره فکر وکړي.

یو شمېر نظامي امریکایانو ویلي چې د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به یوځل بیا ترهه ګرې ډلې په افغانستان کې ځای پرځای سي چې له افغانستان سره سره به سیمې او امریکا ته لوی ګواښونه پیښ کړي خو امریکا د دې ټولو غبرګونونو سره سره بیاهم خپله پریکړه د عملي کولو مهال ته بیايي او په دې برخه کې ټینګار کوي چې باید تر ټاکل سوې نېټې پوري دي ټول سرتیري له افغانستانه ووزي.

د ځانګړو ځواکونو دا ډلګۍ به په هغه سمیو کې چې اوس امریکايي ځواکونه شتون لري ځا پرځای او د خپلو نورو ملګرو امنیت وساتي

Comments are closed.