The news is by your side.

بالاخره پاکستان منلې چې افغان جګړه د دوی په زیان ده

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم پاکستان کلونه کلونه د طالب اورپکو د ملاتړ له لارې په افغانستان کې جګړه روانه ساتلې، خو اوس یې تازه د روانې جګړې په اړه نادرې څرګندونې کړې دي.
د پاکستان لوړ پوړي چارواکي محمد صادق خان منلې، چې افغانستان کې جګړه پاکستان ته په زیان ده او د سوله ییز افغانستان شتون کولای شي، چې د پاکستان اوسني اقتصادي وضیعت ته تغییر ورکړي.
هغه ویلي چې هېواد به یې تر وسه وسه هڅه وکړي چې د افغان سولې په برخه کې رښتینی رول ولوبوي، تر څو روان اور چې پاکستان ته یې هم زیان رسېږي، نور مړ شي.
د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي ویلي، چې کابل ته د پاکستان د راغلي پلاوي مشر محمد صادق له بېلابېلو افغان چارواکو سره لیدلي او په دوه اړخیزو همکاریو، د دواړو هېوادونو پر اړیکو او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو یې خبرې کړې دي.
داودزي زیاته کړې، چې په یاده لیدنه کې ټینګار شوی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به د اړیکو د ټینګولو لپاره هڅې زیاتیږي، ترڅو دواړه هېوادونه یو له بل سره دوستانه روابط ولري.
د نوموړي په خبره په دې سفر کې صادق خان ویلي، چې پاکستان له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او هیڅ وخت به په یاد هېواد کې د جګړې پلوي ونه کړي.
په دې وروستیو کې د پاکستان ځینې لوړ پوړو چارواکو له افغانستان سره د ښو اړیکو جوړولو په موخه هڅې پیل کړي او ښايي د سولې لپاره به ښه نیت څرګندوي.
سره له دې، چې یاد هېواد هیڅ وخت د افغانستان لپاره ښه نیت نه لري؛ خو اوس پوښتنه دا ده، چې ایا رېښتیا به هم پاکستان دا ځل له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی وي او که یو ځل بیا به د دوستي په جامه کې د دوښمن رول ولوبوي؟ د دې پوښتنې ځواب به وخت ووايي، خو د پاکستان په دوستي شک پکار دی.
څو ورځې وړاندې ولسمشر غني هم پاکستان ته خط کش کړ او ویې ویل چې د دوستي او دښمني انتخاب دې وکړي، څو خبره ښکاره شي.

Comments are closed.