The news is by your side.

غني طالبانو ته: بهرنیان وزي اوس څوک وژنئ

خبریال ویب پاڼه/ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اوبو او برېښنا اونۍ  لمانځلو کې تازه څرګندونې  کړې او ویلي يې دي چې د بهرنیانو وتلو وروسته بیاهم طالبان افغانان وژني.

افغان ولسمشر وویل چې کلونه مخکې مو په هېواد کې د فرش کړي د ماینونو له کبله نړیواله هوکړه وکړه ترڅو له ماینونو خلاص سو خو اوس هم په افغانستان کې دا وحشت روان دی.

طالبانو ماینونه ښخ کړي او وحشت يې جوړ کړی ښه مثال يې د کندهارارغنداب دی ځکه داسې ورځ نسته چې هېواد وال د ماینونو له کبله قرباني نه ورکوي.

هغه د طالبانو له لوري د ټولګټو پروژو د تخریب په هکله وویل چې د جګړې لپاره د طالبانو ټولې پلمې ختمې سوې هغه وویل : طالبانو پیغام مو څه دی؟ څوک وژنئ؟ څو له منځه وړئ سبا به یې څنګه جوړوئ؟ نور مو پلمه چې تاسې له خارجیانو سره جګړه کوئ، ختمه ده.

ولسمشر وویل د خوښۍ ځای دی چې نن کندز کې د ارچي کانال، تخار کې د شهروان کانال، فراه او خوست ولایتونو کې د اوبو رسولو پروژې، ننګرهار ولایت په سب ستیشن کې د پنځم پاور ټرانسفرمر نصبول او ۲۱ ولایتونو کې د اوبو رسولو ۱۲۲ پروژې ګټې اخیستو ته سپارل کېږي.

افغان ولسمشر پرداسې مهال خپلې څرګندونې کوي تازه د نا امنیو پیښو کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د هرې ورځې په راتللو سره لاهم تاوتریخوالی او ماین چاودنې ترسره کیږي چې لویه برخه قربانیان يې ملکیان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په تازه بیان کې راغلي چې د طالبانو له لوري د روژې مبارکي میاشت کې تاوتریخوالی زیات سوی او د ملکي کسانو مرګ ژوبله خورا زیاته سوې ده ځکه په وینا يې تراوسه د نا امنیو په پیښو کې چې ځانمرګي بریدونه هم شامل دي تر ۶۳ زیات عام افغانان وژل سوي دي.

د کندهار اغنداب ولسوالۍ کې  چې له تیرو څو میاشتو جګړه وه اوس افغان ځواکونو  نیولې او طالبانو د لته په خپل شتون کې لارې کوڅې ټول له ماینونو  ډکې کړې.

چې په دې وروستیو  ورځو کې ګڼ شمېر ملکیان د دې ماینونو ښکار سو اوخپل ژوند يې له لاسه ورکړی دی افغان دولت اوس هڅه کوي چې دا ماینونه پاک کړي.

Comments are closed.