The news is by your side.

افغان حکومت او د طالبانو د مرګ غلت ارقام

خبریال وېبپاڼه – افغان چارواکي وايي تېره یوه اوونۍ کي یوازي‌ کندهار کې د وسله والو طالبانو ۱۷۲د انتحاري بریدونو مسئول، پنځه سرګروپان او وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي‌.‌

دا ډېر له اندازې زیات تلفات دي ‌چې افغان حکومت او د کندهار والي یې اعلانوي ‌که دا په ۵۲ اونیو
دې حساب له مخې چې د مړو شمیر پر ۵۲ ونیو ضرب شي په کال کې (۹۶۷۲) طالبان مري او (۱۶۱۲) ټپیان کېږي.
مطلب (۱۱۲۸۴) طالبان یوازي کندهار کې په کال کې د جګړې له لیکو وزي؛ مري یا ټپیان کږي.
د نیول شویو طالبانو شمیر نه دی معلوم.
اوس به دا رقم د افغانستان په (۳۴) ولایتونو کې ضرب کړو.(۳۸۳۶۵۶) درې لکه دري اتیا زره شپږسوه شپږ پنځوس طالبان یو کال کې د جګړې له لیکو وزي یا مري یا ټپیان کیږي.
ټول ۳۲۸۸۴۸ درې لکه اته ویشت زره طالبان وژل کیږي یا وژل شوي دي.
اوس څو مهمې خبرې دي!
اوله خبره خو داده چې دا دومره ډېر طالبان له کومه کېږي؟‌ دوهمه خبره داده چې دا ارقام ډېر غلت دي
دریمه خبره داده چې که ارقام سم او دومره کسان مري ‌نو بیا خو دا هم افغانان دي ‌دافغانانو نسل کشي روانه ده.‌ څلورمه خبره داده چې هم دومره نه بلکه دریمه برخه به یې د امنیتي‌ځواکونو تلفات کړو؛‌ نو سله زره په کال کې افغان امنیتي‌ ځواکونو ته هم تلفات اوړي.‌
هم داسي‌به یې دریمه برخه ولسي‌ وګړي‌کړو او وبه وایو چې تر (۱۰۰۰۰۰)‌زیاتو ولسي‌وګړو ته هم تلفات اوړي.‌
که دا جګړه افغاني‌جګړه ده خو د افغانانو نسل کشي‌روانه ده.‌که دا جګړه مذهبي‌جګړه ده موږ د هر عالم سره مناظرې ته تیار یو چې په قرآن او حدیث یې ناسمه ثابته کړو.‌که دا دواک پر سر جګړه نو ددومره قربانیو په بدل کې واک ساتل انتهايي‌ناسم کار دی.‌ غیري‌اسلامي‌او غیری افغاني ‌کار دی.‌که دا دومره طالبان له پآکستان نه راځي نو بیا ولي‌اشرف غني‌مخامخ د پاکستان خبره نه کوي‌؟‌ یا خو ارقام سم کړئ‌خدای ومنئ او دا د کاغذ پر مخ تلفات مو لږ را کم کړئ‌او دروغو ته د پآی ټکی کښېږدئ؛ یا که دا کار نه کوئ د جګړې ختمېدو ته مناسبې لارې ولټوئ دا د افغان حکومت له لوري‌د یوه کال د طالبانو تخمیني‌مرګ دی چې بیلکول ناسم ارقام بریښي خو که سم ارقام هم وه اوسي‌ د دومره ځوانانو قتل موږ د تاریخ یوه داسي‌کندې ته ورغورځوي چې بیا په پیړیو بیړیو ترې را وتل ممکن نه دي.‌
لیکوال: دوست محمد

Comments are closed.