The news is by your side.

ننګرهار: یو بندي او د زندان مشر سره تښتیدلي

خبریال ویب پاڼه/  سرچينې وايي چې د ننګرهار د محبس رييس د قتل په جرم په ٢٥ کلونو بند محکوم شوى بندي خوشې کړى او ورسره يوځاى تښتېدلى دى.

د دغه ولايت يوې لوړ پوړې باوري سرچينې د غويي په ٧مه، پژواک اژانس ته وويل چې له دې پېښې څخه تر خبرېدو وروسته پرون امنيتي ځواکونو د محبس پر رييس احمد شاکر قاضي زاده چاپه ووهله، خو هغه له سيمې څخه تښتېدلى و.

سرچينې زياته کړې، نوموړي د قتل په جرم یوبندي چې په ٢٥ کلونو بند محکوم و، د رخصتۍ په نوم له محبس څخه ايستلى و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا قضيه له څو ورځو راهيسې په څارنوالۍ کې وه، خو کله چې پرون يې د نيولو لپاره عمليات کېدل؛ نو د محبس رييس په تېښته بريالى شوى و.

د  ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر هم پژواک اژانس ته وويل چې د محبس مسوول قاضي زاده د ۷۰ زره ډالرو په مقابل کې يو بندي په ضمانت خوشې کړى دى.

هغه زياته کړه، کله چې مرکز له دې پېښې خبر شوى، د خوشې شوي بندي او د محبس د رييس د نيولو امر کېږي؛ نو دواړه نامعلوم لوري ته تښتېدلي دي.

اجمل عمر وايي، د محبس رييس د نيولو لپاره د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د امنيت مسوولين ورغلي، خو وړاندې تر دې چې دوی محبس ته ورسېږي هغه خبر شوی او تښتېدلی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې چې ازاد شوی بندي هم له هېواده بهر تښتېدلی دی. تر اوسه د ننګرهار ولايت رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

که په عمومي ډول سره د افغانستان زندانونو په هکله مالومات وکړو نو همداسې حالت دوام لري تر ډیره بریده اداري فساد او نور څه هغه لاملونه دي چې د داسې پیښو د رامنځ ته کیدلو باعث ګرځي که څه هم دا په افغانستان کې د خپل ډول لومړۍ پیښه ده خو افغانانو ته عجبه ځکه نه ده چې په دومره کمزوري حالت کې تر دې جالبې هم شونې دي.

تراوسه ولایتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي خو ښايي په راتلوونکې کې د دې پیښي په هکله خپل  دریځ بل رنګه څرګند کړي

Comments are closed.