The news is by your side.

بایډن سباد افغانستان په هکله کانګرس مهمه وینا کوي

خبریال ویب پاڼه/ تمه ده چې د اپریل پر ۲۸ نېټه د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا کانګرس ته وینا وکړي او دافغانستان په اړه مهمې خبرې وکړي کانګرس له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتلو سره مخالف دی.

تراوسه ښکاره نه ده چې بایډن به د دې سیمې او افغانستان په اړه مهم څه ووايي خو نظریات موجود دي چې بایډن به د سرتیرو وتلو سره سره بیا هم له افغانستان سره پاتي سي.

سبانۍ خبرو کې به بایډن د افغانستان او د دې سیمې په هکله خپله پالیسي اعلان کړي او له د امریکايي ځواکونو وتلو وروسته به د افغانستان د راتلوونکې په اړه حتمي ښه پریکړه کوي

بایډن د خپلو سرتیرو وتلو وروسته هم په افغانستان کې خپلو سټراتژیکو او سیاسي هلو ځلو ته دوام ورکوي او داهېواد له خپل حضور نه خالي نه پریږدي.

موده وړاندې د امریکا یو شمېر  مشهورو رسنیو د یو شمېر قوي سرچینو په حواله وویل چې بایډن په اصل کې د افغانستان جګړه نه ختموي بلکې دا جګړه قرار دادیانو ته ورکوي او د سرتیرو وتلو وروسته به د سي ای اې پراخ حضور وي.

که چیري همداسې فکر وسي هم شک نه دی پکار ځکه افغانستان د سي ای اې مشر پت سفر دا باورونه نور هم قوي کړي او ښايي د خپل اسختباراتي حضور او پټو کارونو له امله افغانستان ته سفر کړی وي.

د برنز سفر افغانستان ته یوه اونۍ وروسته رسنیز سو او د افغان دولت چارواکو هم له یوې اونۍ ځنډ وروسته دا اعلان وکړ، د بایډن سبانۍ وینا ته ښايي د افغانستان په ګډون د پاکستان او د نورو سیمه ییزو هېوادونو سیاسون هم غلي وي چې بایډن به څه پریکړه کوي.

بایډن چې يې سبا وايي مهمه ده ځکه دوی د لته نور پوځي حضور پای ته رسولی او تمه ده چې له نورو لارو د افغانستان هومره مرسته وکړي لکه دپوځې حضور وخت کې يې کوله.

دا له شکه پرته خبره ده چې افغانستان امریکا ته سلګونه کلونه نور هم مهم دی خو دا چې پوځي حضور پای ته رسوي په دې معنی نه ده چې امریکا به د روسیې غوندي افغانستان یوازي پریږدي.

سبا به مالومه سي چې بایډن د افغانستان په هکله کومه پریکړه کوی

Comments are closed.