The news is by your side.

طالبانو ته  د خلیلزاد تازه، خو سخت ګواښونه

خبریال ویب پاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد په خپلو نویو څرګندونو کې طالبان ګواښلی چې پر لاره سم سئ که نه وي له سخت غبرګون سره به مخ سئ.

طالبان داسې فکر کوي چې د امریکا له وتلو وروسته به په زوره وکړای سي چې د افغانستان واک ته ورسیږي خو د امریکا له دریځه داسې  ښکاري چې  له سرتیرو وتلو هم بیرته هرڅه امکان لري له سره سي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ ته په خبرو کې وویل چې که طالبان پر نظامیانو يې برید وکړي نو له سخت ځواب سره به مخ سي.

خلیلزاد د خپلو خبرو پر دوام د شک په ښودلو له طالبانو وغوښټل چې  له القاعده شبکې سره  اړیکي پریږدي او د سولې هڅو او هوکړي ته ژمن پاتي سي.

د خلیلزاد له خبرو یو ځل بیا ډاډ ښکاره سو چې امریکا له افغانستان سره پاتیږي او ملګري یې ورسره زړه غواړي او همدارنګه ژمن دي چې له افغان ځواکونو به خپل مالي ملاړ ته دوام ورکړي.

د خلیلزاد تر ټلو خطرناکه ګواښ همدا وو، چې که دوی وغواړي جګړې زیاتي کړي او یاهم وغواړي له جګړو ځان واک ته ورسوي نو د خپلو همکاراو په مرسته به دا ډله منزوي کړي. ده یو ځل بیا ټینګار وکړ چې طالبان او دولت افغانان دي او دوی  باید په خپل منځ کې د سولې  لپاره رښتیني هڅې وکړي.

د امریکا د سولې استازي د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ ته د خبرو په دوام وویل اوس مهال طالبان او دولت دواړه له دوی څخه د مرستې غوښتوونکي دي خو زموږ مرستې له دولت څخه په مشروطه ډول دي.

د ده په وینا دا چې طالبانو او دولت له دوی څخه مرستې کړې خو دوی يې په دې شرایطو کې خپلې مرستې مشروطي کوي

د خلیلزاد دا حیرانوونکې څرګندونې پرداسې  مهال کیږي چې تازه له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتلو پروسه پیل سوې او د مۍ له لومړۍ نېټې څخه به دا پروسه نوره ګړندۍ  سي که څه هم افغان دولت د امریکا د وتلو په هکله څه نه دي ویلي خو شنونکي دا کار ښه نه بولي

Comments are closed.