The news is by your side.

بلینکن له افغانستانه د امریکا نوی دریځ اعلان کړ

خبریال ویب پاڼه/ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خپله یوه تازه مرکه کې د افغانستان په هکله د امریکا نوی دریځ او له نظامي لارې ور هاخوا چې له افغانستان سره څه کوي په هکله یې څه وویل.

نوموړي له سي ان ان ټلویزیون سره په خبرو کې وویل چې امریکا اوس  هم خپله همکاري له افغانستان سره جارې ساتي او ترڅنګ يې ولاړه ده.

بلینکن زیاته کړه چې دوی افغانستان یوازي نه نه پریږدي او ترڅنګ يې ولاړ دي خو که څه هم په نظامي ډول دا هېواد هېواد پریږدي ولې په ډیپلماټیکه برخه کې به ورسره پياوړې اړیکي وساتي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې په بشپړه ډول افغانستان یوازي نه پریږدي او هڅه به دا وي چې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې همکارۍ او ملاتړ وکړي.

د ده له انده د سیمې هېوادونه باید د افغان سولې پروسه کې دخیل او مرسته وکړي ځکه په دې هېواد کې جګړه د هیچا په ګټه نه ده او نه هم چاته ګټه رسوي.

تازه مهم امریکايي چارواکي پرداسې مهال دا څرګندونې کوي چې کړې چې دې هېواد د خپلو سرتیرو  د وتلو پروسه پیل کړې اوتمه ده چې د سپټمبر میاشتي تر ۱۱ نېټې دا پروسه بشپړه کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد هم د افغانستان طالبانو او همکاریو په هکله تازه څرګندونې کړې او زیاته کړې يې ده   چې که طالبان پر نظامیانو يې برید وکړي نو له سخت ځواب سره به مخ سي.

خلیلزاد د خپلو خبرو پر دوام د شک په ښودلو له طالبانو وغوښټل چې  له القاعده شبکې سره  اړیکي پریږدي او د سولې هڅو او هوکړي ته ژمن پاتي سي.

د خلیلزاد له خبرو یو ځل بیا ډاډ ښکاره سو چې امریکا له افغانستان سره پاتیږي او ملګري یې ورسره زړه غواړي او همدارنګه ژمن دي چې له افغان ځواکونو به خپل مالي ملاړ ته دوام ورکړي.

د خلیلزاد تر ټلو خطرناکه ګواښ همدا وو، چې که دوی وغواړي جګړې زیاتي کړي او یاهم وغواړي له جګړو ځان واک ته ورسوي نو د خپلو همکاراو په مرسته به دا ډله منزوي کړي. ده یو ځل بیا ټینګار وکړ چې طالبان او دولت افغانان دي او دوی  باید په خپل منځ کې د سولې  لپاره رښتیني هڅې وکړي.

د امریکا د سولې استازي د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ ته د خبرو په دوام وویل اوس مهال طالبان او دولت دواړه له دوی څخه د مرستې غوښتوونکي دي خو زموږ مرستې له دولت څخه په مشروطه ډول دي.

Comments are closed.