The news is by your side.

کابل او ولایتونو کې د خونړیو پیښو خبرداری

خبریال ویب پاڼه/ که څه هم په ورځني اوس هم د کابل په ګډون د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې خونړۍ پیښي کیږي خو تر دې هم د خطرناکو امنیتي پیښو خبرداری ورکول وی.

د امریکا سفارت په خپل یوه تازه بیان کې خپلو اتباعو ته ویلي چې هرځای وي باید ژر تر ژره له افغانستانه ووزي ځکه چې ورته ګواښونه متوجې دي.

سفارت ویلي شوني ده چې په کابل او ولایتون خونړۍ پیښي، ځانمرګه بریدونه، تښتونې موټر بم بریدونه او هدفي بریدونه زیات سي ځکه نو سفرات غبري ضروري کارکوونکې له افغانستانه باسي.

د امریکا له دې خبرداري داسې ښکاري چې ښايي د دوی له وتلو سره سم طالبان د افغان دولت پر اهدافو بریدونه زیات کړي ځکه چې دوی ګواښ هم کړی.

له دې خبر سره تر خوا دوه ورځې وړاندې بریتانیا هم افغانستان کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی وو، چې افغانستان څخه باید ژر تر ژره ووزي ځکه په دې هېواد کې د خونړیو بریدونه امکان سته خو تراوسه پوري هم حالت دومره نورمال نه دی چې تر دې به خرابیږي.

د کابل په ګډون د افغانستان په یوه زیات شمېر ولایتونو کې اوس هم په ورځني هدفي وژنې بمي بریدونه دوام لري چې زیاته مرګ ژوبله یې ملکیانو ته رسیږي.

ملکي افغانان د داسې خبرداریو په خپرولو خپل راتلوونکې ته نور هم اندېښمن کیږي او ښايي چې حالت تر اوسني وخته خراب او په یو شمېر  ښارونو کې بریدونه زیات سي.

امریکا او یو شمېر هېوادونه داسې شک لري چې وسلوال طالبان کوښښ کوي ترڅو د جګړې د شدت له لارې ځان واک ته ورسوي خو ویلي يې دي چې دوی دې کار ته نه پریږدي او له افغان ځواکونو  به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سولې  ځانګړي استازي طالبانو ته ګواښونه کړي چې  ځان سم کړي او کچیري خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو د ډله به زیان وویني او د خپلو ملګرو په ملتیا به یې منزوي کړي.

خلیلزاد او بلینکن په خپلو تازه څرګندونو  کې ویلي چې له افغانستانه خپلو همکاریو او ملاتړ ته دوام ورکوي او د هېواد به هیڅکله یواوزي پرې نه ږدي دوی بیا هم افغانستان کې پر سوله کولو ټینګار وکړ

Comments are closed.