The news is by your side.

ننګرهار کې د طبي علومو انسټيټيټونه ناقانونه پېسې اخلي

ننګرهار کې د طبي علومو دولس خصوصي انسټيټيونه، د روغتیا وزارت تر چتر لاندې کار کوي او په بېلابېلو برخو کې محصلان روزي.

د يادو انسټيټيونو محصلان وايي چې موږ څخه د انسټيټيوټ اداره په بېلابېلو پلمو پېسې اخلي.

دوی وايي چې هر خصوصي انسټيټيوټ د هر محصل څخه د وينې ټېسټ لپاره ۵سوه روپۍ اخيستي؛ خو تراوسه يې راته د ټېسټ نتیجه نه ده ښودلې، همدا راز ترې ۳زره روپۍ د فراغت د غونډې په بهانه اخېستل کېږي او ورته وايي چې ستاسې کورنۍ او خپلوانو ته به د فراغت پر ورځ خواړه هم ورکوو، خو محصلان وايي چې تشې اوبه مو هم نه دي څښلي او دا پېسې يې را نه فقط د فراغت د چپن لپاره اخيستي دي.

د دې ترڅنګ هر محصل څخه د دولتي ازموينه کې د ګډون پخاطر ترې ۱۵سوه روپۍ اخېستل کېږي، چې دولتي ډيپلوم ترلاسه کړي.

د تصديق په نوم هم ترې ۵سوه روپۍ اخېستل کېږي، خو محصلان د اسنادو په تمه دا غير قانوني مصارف کوي.

کله چې محصلان دولتي ازموينه ورکړي او بريالي شي؛ نو د دولتي ډيپلوم د ترلاسه کولو پخاطر ترې ۵زره روپۍ نورې هم اخيستل کېږي، که يې ور نه کړي؛ نو ډيپلوم به يې لمنځه لاړ شي او تحصیلۍ دوره به یې په سیند لاهو شی.

د محصلانو په وينا هر محصل څخه د ۱۵زرو څخه زیاتې پېسې د فراغت د غونډې او د دولتي ډيپلوم په نوم اخيستل کېږي.

د طبي علومو د انسټيټيونونو مسوولين وایي چې دا پېسې پرې زموږ حق دی، ځکه موږ ورته د ازموینې د ورځې مصارف هم ورکوو؛ خو د رغتیا وزارت وایي چې د ازموينې د ورځې مصارف ټول د ولایت اداره ورکوي.

د روغتیا وزارت په تازه مکتوبونو کې راغلي چې هېڅ خصوصي انسټيټيون حق نه لري، چې د محصلانو نه غيرقانوني روپۍ واخلي، خو د خبريال وېبپاڼې د معلوماتو لمخې اوس هم ننګرهار کې خصوصي انسټيټيونه د محصلانو څخه غيرقانوني روپۍ اخلي او لا هم دا لړۍ روانه ده.

د ننګرهار والي هم ويلي وو، چې موږ به دا مسئله ژر حل کړو، خو د دې خبرې دا دی دويمه میاشت پوره کېږي، چې حل شوې نه ده.
اصولاً هر فارغ محصل به د فراغت نه وروسته، دولتي ازموينه ورکوي او په دغه ازموينه کې کابو تر لس زرو زيات محصلان برخه اخلي چې د هر محصل نه نهه زره څخه زياتې روپۍ اخېستل کېږي.

راپور: عبدالرحمن ځلاند

Comments are closed.