The news is by your side.

یوې الوتکې سره ۱۰۰ امریکايي پوځیان وتلي

خبریال ویب پاڼه/ د امریکايي پوځیانو د وتلو لړۍ په پيل سره یو شمېر سرچینې وايي چې سل امریکايي سرتیرو د یوې الوتکې په مټ افغانستان پريښود او له دې هېواده ووتل.

بایډن تر راتلوونکي سپټمبر میاشت پوري د سرتیرو وتلو پریکړه کړې او ویلي وو، چې امریکايي سرتیري به  تر راتلوونکې دې میاشت ۱۱ مې نېټې پوري له افغانستانه وزي.

د ناټو یو شمېر سرچینو هم ویلي چې له افغانستانه يې د ځواکونو ایستلو لړۍ پیل کړې خو ټینګار يې کړی چې د وتلو پرمهال ورته د سرتیرو امنیت تر هرڅه مهم دی.

د ناټو یوه چارواکي ویلي  که چیري طالبان په دې موده کې پرې برید وکړي نو له سخت ځواب سره به مخ سي او په څو میاشتو کې يې هیله څرګنده کړې چې د سرتیرو وتلو پروسه بشپړه سي.

د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ هم ویلي چې له افغانستانه  د سرتیرو وتلو پروسه پیل کوي او په ورځني ډول به د سرتیرو وتلو بهیر پرمخ ځي امریکا د خپلو سرتیرو پر خوندي ایستلو ټینګار کړی او په همدې موخه يې سیمې ته بي ۵۲ ډوله الوتکې او ۶۵۰ د ځانګړي ځواک عسکر لیږلي ترڅو له افغانستانه د سرتیرو وتلو پروسه وڅاري او امنیت یې خوندي کړي.

که څه هم د طالبانو ټول غوښتنې پرځای کیدونکي دي خودا ډله اوس هم جګړه کوي شنونکي او دیني عالمان وایي چې د طالبانو د جګړې مشروعیت لپاره هیڅ پلمه نسته او باید نور جګړه و دروي.

دیني عالمانو وویل چې د طالبانو له لوري اوسني جګړه جهاد نه دی او له مسلمانانو سره جګړه کول مسلمان وژنه ده خو وسلوالو طالبانو بیا په روژه میاشت کې د بریدونو ډیریدلو اعلان کړی ځکه دوی وايي چې په روژه کې جګړه کول ثواب لري.

د افغان سولې پر تړاو نن ماسکو کې یو کنفرانس جوړیږي چې پکښي افغان دولت هم  د ګډون ویلي او د افغانستان د سولې پر پروسه او ورته نورو موضوعاتو به بحث وسي.

په دې کنفرانس کې د امریکا ترڅنګ چین، روسیه او پاکستان هم برخه لري ښايي چې دوی د ترکیې راتلوونکي کنفرانس ته د چمتوالي په هکله هم خبرې وکړي او پر طالبانو د فشار را وستلو په برخه هم خبرې وکړي

Comments are closed.