The news is by your side.

القاعدې او طالبانو د امريکا په وړاندې يوځل بيا د جګړې اعلان وکړ

خبریال ویب پاڼه/ د امریکايي ټلويزون‌ سي ان ان په حواله د القاعدې اوخ طالبانو ترمنځ د اړيکو په اشارې ويل سوي چې بیا به جګړه کوي.
القاعده په داسې وخت کې سر پورته کوي چې امريکا ويلي دا ډله يې له منځه وړې او له همدې خاطره له افغانستانه خپل سرتيري باسي.
د دې راپور له مخې القاعدې ويلي تر هغو به امريکا سره جنګیږي تر څو چې له ټولو اسلامي هېوادونو ووزي
القاعدې د دوی او طالبانو د اړيکو په تصديق ويل چې ولسوالو طالبانو تراوسه له امريکا سره جهاد ژوندي روان ساتلی او هيڅ یې وخت یې امریکا سره کومه ژمنتیا نم ده کړې.
له دې ټلویزیوني شبکې سره د‌ القاعده يوه وياند ويلي چې د طالبانو له لوري د بريدونو او حملو د پيل لپاره طالبان اړتيا لري چې د افغانستان له خاورې کار واخلي
شبکه القاعده بار دیگر در برابر آمریکا جنگ اعلام
در همین حال سخن‌گوی شبکه القاعده می‌گوید که گروه طالبان جهاد در برابر امریکا را تاکنون زنده نگه‌داشته و این گروه هیچ وقت در برابر امریکا متعهد نبوده است.
دا په داسې حال کې ده چې تازه راپور ورکول سوی چي سل امريکايي پوځيان له افغانستانه وباسي
یوې الوتکې سره ۱۰۰ امریکايي پوځیان وتلي
د امریکايي پوځیانو د وتلو لړۍ په پيل سره یو شمېر سرچینې وايي چې سل امریکايي سرتیرو د یوې الوتکې په مټ افغانستان پريښود او له دې هېواده ووتل.
بایډن تر راتلوونکي سپټمبر میاشت پوري د سرتیرو وتلو پریکړه کړې او ویلي وو، چې امریکايي سرتیري به تر راتلوونکې دې میاشت ۱۱ مې نېټې پوري له افغانستانه وزي.
د ناټو یو شمېر سرچینو هم ویلي چې له افغانستانه يې د ځواکونو ایستلو لړۍ پیل کړې خو ټینګار يې کړی چې د وتلو پرمهال ورته د سرتیرو امنیت تر هرڅه مهم دی.
د ناټو یوه چارواکي ویلي که چیري طالبان په دې موده کې پرې برید وکړي نو له سخت ځواب سره به مخ سي او په څو میاشتو کې يې هیله څرګنده کړې چې دسرتیرووتلو پروسه بشپړه سي

د امريکايي ځواکونو له وتلو سره يوځل بيا اندیښنې ډيری شوې چې په وتلو سره به يې القاعده يوځل بيا افغانستان کې نفوس وکړي

Comments are closed.