The news is by your side.

شهيد شوی سرتېری څنګه بيا ژوندی شو؟

زموږ حکومت پر سرتېرو آباد دی، همدا سرتېري دي چې د وطن په دفاع کې قرباني ورکوي، په لوږه او تنده سنګر ساتي، دښمن سره جنګېږي، سختې ورځې او شپې تېروي.

همدوی دي، چې پر مټ يې موږ ډاډه يوو، که امريکا ووځي؛ نو وطن کې روزل شوي او تربيت شوي زلمي سرتېري لرو، چې د وطن دفاع مېړانه کولای شي.

همدا سرتېري دي، موږ په ډاډه زړه هر چېرته، بې له کوم ډاره او وېرې ځوو.

همدا سرتېري دي، چې د هېواد په ناموس او غيرت له سره تېر دي، هېڅ د ځان په کيسه کې نه دي، هر وخت يې سر په تلي کې نيولی وي او لکه د زمرو پر دښمن ګوزارونه کوي او لمنځه يې وړي.

همدا سرتېري دي چې د وطن په دفاع کې ترې، ګلالي بچيان پاتې کېږي، بيا يې بچي سوال کوي، در په در ګرځي، هېڅ ځای کې يې ځای نه کېږي، هر وخت ډوډۍ په اوښکو او ژړاګانو خوري، ځکه چې د سر سيوري يې پر هغه وطن ځان شهيد کړی، چې اوس يې څوک پوښتنه هم نه کوي.

بس دې وطن کې چې مړ شوې، نو پړ شوې!!

زموږ حکومت دومره ناځوانه دی، چې کله هم کوم سرتېری شهيد شی؛ نو بیا يې کیسه کې نه وي. که د حقيقت نه خبر شي، چې دا سرتېری دلته د يو نوړۍ ډوډۍ لپاره راغلی دی، کور کې ورته سرې خولې ماشومان انتظار کوي، چې پلار به يې راځي او دوی ته به خوراکي توکي اخلي.

زموږ په دې وسله وال فوځ کې داسې کارنامې هم کېږي، چې ژوندی سرتېری شهيد بولي او بيا څه وخت وروسته، ژوندی وي.

بس دا زما د وطن حال دی!

دې وطن کې د سرتېرو پر سر ميليونونه ډالر، پر چوکیو ناستو زورواکو وخواړه، د سرتېري حق خپل ګڼي او خېټه پرې ور اچوي.

چې په دې وطن کې زخمي شې؛ نو بيا دې خدای مل شه، کوم څه چې دولت درکوي، هغه هم در نه اخيستل کېږي، نور خو مرسته او لاسنیوی پرېږده!

دې وطن کې داسې زرګونه پېښې ثبت شوي، چې سرتېری ژوندی وي، خو دوی يې د مرګ خبر خپور کړي.

زه يې دلته يو څو نمونې تاسې ته ښايم:

دوست محمد د هلمند ولایت اوسېدونکی دی چې په فراه ولایت په شهرا کې يې په پولیس کې دنده درلودل،د ماین په چاودنه کې ټپي شو، یوه پښه یې پرې شوه، د قطعې قوماندان ددي پرځاي چې درملنه یې وکړي مرکز ته یې دده د مرګ راپور ورکړی دی.

دوست محمد د روغتون له رخصت څخه وروسته د خپلې دندې پوښتنه کوي او اړونده اداره ورته وایي، چې ته خو مړ شوی، زموږ سره په اسنادو کې مړ یې.
د دوست محمد د ورور په نامه بل کس دده د مرګ اسناد جوړ کړي، په شهیدانو او معلولینو اداره کې هر کال دده په نامه پیسې اخلي او دوست محمد اداره په اداره ګرځي چې زه ژوندی یم خو څوک یې نه ورسره مني.

دا یې بله نمونه:

چې له کاره ولوېدې، نو بيا لاړې په سيند لاهو شوې

فرهاد چې د لغمان ولايت سره تعلق لري، اووه کاله وروسته د وظيفې څخه کورته راستون شوی، روغ تللی او دا دی اوس لېونی دی.

فرهاد د هلمند ولايت په سنګین ولسوالۍ کې د يوې پوستې مشر و، وسله والو طالبانو يې پر پوسته بريد وکړ، د پوستې ټول سرتېري يې ووژل او دی پکې سخت ټپي شو.

دی اوس هغه اتل او زړور فرهاد نه دی، اوس لېونی دی او دماغي سېستم يې له لاسه ورکړی.

مور يې وايي چې کله يې وضع جوړه وي؛ نو د سنګر د یارانو کيسې کوي، نوموړی سرتېری هغه وخت لېونی شو، چې پر همسنګرو يې طالب وسله والې ډلې ډزې کولې او وژل يې.

خو اوس فرهاد په کور کې دی، حکومت يې غم تراوسه نه دی کړی.

داسې ډېرې حادثې شته چې تراوسه يې روان او تېر حکومتونو پوښتنه نه ده کړې.

حکومت بايد د خپلو سربازانو پوره ملاتړ وکړي، که په دنده وي او که په کور، ځکه که شهیدېږي هم پر وطن، که زخمي کېږي هم پر وطن او که اختطاف کېږي هم پر وطن.

خو؛ د وطن سره د لېونۍ مينې له کبله اوس هم سلګونه ځوانان ور روان دي او د افغانسان وسله وال فوځ سره یوځای کېږيو خو خبر نه دي که شهید شوم زما د بچو او کورنۍ به څه حال وي، که زخمي شوم نو بیا به مې څوک روغتونه ته یوسي او که نه.

بس دوی یې کيسه کې نه دي او ډلې، ډلې په ورځ کې د ملي اردو په لیکو کې ځان شاملوي او د وطن د امنيت لپاره جنګېږي.

حکومت بايد د خپلو شهيدو او ټپي سرتېرو د کورنیو سره همکاري وکړي، نه دا چې سترګې پرې پټې کړي او ځان ترې بې غمه کړي.

موږ په هر حالت کې د افغان وسله وال فوځ ملاتړي يوو!

ليکنه: عبدالرحمن ځلاند

 

 

Comments are closed.

koi finance