بلوڅ مجاهدینو شپږ پاکستاني عسکر هلاک کړي

خبريال ويب پاڼه/ د بلوڅ مجاهدینو د حقې مبارزې په ترڅ کې نن شپږ پاکستاني عسکر په هلاکت رسيدلي او پوسته يې ورته سوځولې ده.

د بلوڅ وسلوالو د لبريشن فرنټ ډلې منلې چې وسلوالو يې پر پاکستاني سرحدي عسکرو بريد کړی او وژلي یې دي.
پيښه په تمپ کې رامنځته ته سوې او بسته یوه پوسته يې له پاکستاني پولیسو خالي کړې.
مجاهدينو د‌ تمپ په برت کور سيمه کې د پاکستاني سرحدي پوليسو مغرصغه پوسته په نښه کړې او د دې سیمې خلک يې له جنجال او ظالمه بې غمه کړي.
بلوڅو په تمپ کې د پاکستانيانو پوسته کښلې ده
بلوڅ وسلوالو په تاکتيک سره لومړی بيداره عسکر چې پيره يې کوله د سنايپر دروبين کې راوستلی او ټک چپه وژلی یې دی.
او وروسته يې په زړورتيا سره پر نورو عسکرو بريد کړی وژلي يې دي او کوم چې ټپيان وو هم پر خپله لاره روان کړي دي.
د وړاندې سويو مالوماتو له مخې ټوله شپږ عسکر په دې بريد کې هلاک سوي دي.

بلوڅ مجاهدينو په دې ورستيو کې پر پاکستاني دولت ځو عسکرو ځمکه سور اور کړې او هره ورځ يې وژني.
په اونيز ډول په اټکليز ډول بلوڅ مجاهدين د خلپو بريدونو په ترڅ کې له پنځلسو تر ۲۵ پاکستاني عسکر وژني او لا هم خپلې حقې مبارزې ته دوام وړکوي.
بلوڅان وايي تر هغو به پاکستاني عسکر وژني او خپلې وسلوالې مبارزې ته به دوام ورکوي تر کومه چې يې له پاکستاني ظالم رياسته خپلواکې نه وي اخيستې.
بلوڅان وايي چې پاکستاني رياست خپله سيمه کې د ژوند کولو حق نه ورکوي ځکه يې په وړاندې دريدلې او نژدې هره ورځ د پاکستان ظالم عسکر په هلاکت رسوي.
دوه ورځې وړاندې د محکوم بلوچستان په تربت سيمه کې د پاکستان څلور عسکر د يوه ماین خوراک سول که څه هم هغه وخت کومې ډلې د دې عسکرو هلاکت مسؤلیت وا نه خيست خو داسې فکر کيږي چې دا برید به هم پر پاکستاني عسکرو بلوڅ ملتپال غورځنګ کړی وي.
پاکستان د بلوڅ ملتپالو له وسلوالې مبارزې څخه په تنګ راغلی او ښايي چې اخير ورته ځان تسليم کړي او بلوڅ ملت ته د دوی د غوښتنې سره سم خپل حقوق ورکړي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More