The news is by your side.

د لوګر غيري اسلامي او غير انساني بريد چا او ولې وکړ؟

خبريال ويب پاڼه/ نن د لوکر ولایت پل عالم ښار کې تقريبا ماښام روژه ماتې پر مهال د دين او وطن دښمنانو خونړي موټر بم بريد وکړ چې پر مهال يې سلګونه بې ګنا هېوادوالو چې ښځې او ماشومان هم پکښي شامل وو شهيدان او پيپان سوي.

د مالوماتو له مخې په دې موټر بم بريد کې تراوسه تر ۳۰ زيات کسان شهیدان او د ژوبلو کسانو شمېر تر ۷۰ تنو اوښتی دی.

د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي خبریال ويب پاڼې ته وويل چې موټر بم د شخصي کورونو منځ کې رامنځته سوې او کيدلای سي چې د تلفاتو شمېر نور هم زيات سي.

د ده په خبره بريد د پخواني شورا رييس ولي وکیل چې په هغه کور کې اوسيده څېرمه سوی او نژدې کورونه ټول تخريب سوي او.

په ورته وخت په يوه ويډيو کې چې تازه د لوګر روغتون کې سوې د روغتون ډيري سیمې تخريب سوې او راوړل سوي ژوبل کسان د مرستې غوښتنه کوي په ژوبلو کسانو کې ماشومان، ښځې سپین ږیري هم شامل دي د اسلام په نوم د اسلام دښمنانو نن د لوګر سلګونه کورنۍ د غم پر ټغر کښېنولې او په دې فرض روژه کې يې په دې وحشت سره وښودله چې دوی د هيڅ دين او مذهب پيروي نکوي.

د ټولو افغانانو او په ځانګړي‌ ډول له مسلمانانو افغانانو هیله ده چې د افغانستان؛ اسلام او مسلمانانو د دښمنانو دغه برید وغندي.‌

دا برید چې هرچا کړی موږ په ښکاره وایو چې دا مسلمان نه دی؛ طرحه کونکي یې مسلمانان نه دي؛ دا هیواد پلورونکو او دافغانستان د ولس دښمنانو کړی دی؛‌ ددې برید تر شا که د واک ساتلو یا واک تر لاسه کولو دسیسه وي‌په دواړه حالتو کې یې طراحان مطلق د اسلام او افغانیت دښمنان دي.

په عمومي ډول دولت او په ټوله کې د لوګر له ولايتي مسؤلینو بايد د دې برید پر تړاو پوښتنه وسي چې ولې ويده ياست او له هغه چا څخه دا پوښتنه وسي چې ادرس يې دين ورکړی خو کار او عمل يې له ټولو مقدساتو سره په ټکر کې دی.

که څه هم هیڅ يوه ډله به د دې بريد مسوليت وا نه خلي خو دا مالومه خبره ده چې ددې بريد ترسره کوونکي مسلمانان نه وو

Comments are closed.