The news is by your side.

لوګر کې موټر بم بريد ۸۰ ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې

د اسلام او جهاد په نوم نن لوګر په وينو کې لت پت شو.
په هره کوڅه او کلي کې چغې دي، کوکارې دي، څوک پلار لټوي، څوک زوی لټوي، څوک ورور لټوي او څوک د مرستې چغې وهي چې روغتون ته مې ورسوئ.

لوګر کې نن وينه ښه ارزانه ده، ډک، ډک لښتي يې بهېږي، د خلکو خوښې او په هډوکو يې لېوان او سپي ماړه شوو.
دچا لاس پروت دی، دچا پښه پرته ده، دچا تنه پرته ده.
بس يو بد حال جوړ دی او د انسانيت اختتام دی.
دا ظلم که هر چا کړی وي، کافر دی، مرتد دی، د اسلام له دايرې وتلی دی.
لوګر کې نن ماتم دی، په تابوتونو کې يې د يو بل خوښې کېښودې، شپه ده،کريغې دي…
ورور مې نشته!
پلار مې نشته!
زوی مې نشته!
مورګانې له کورونو را وتلې دي، د خپلو شهيدو بچيانو خوښې را ټولوي.

رب دې دا بې رحمه دښن برباد او ذليله کړي!

  • طالب هم د اسلام لپاره جنګېږي، داعش هم د
    اسلام لپاره جنګېږي او داسې نورې ډلې ټپلې هم.
    خو موږ نه پوهېږو، چې دا پر مسلمانانو جهاد چا وکړ؟
    نن ماښام لوګر کې موټر بم بريد شوی دی، تر ۳۰ شو زيات ملکيان شهيدان دي او تر ۶۰ زيات زخميان دي.

Comments are closed.