The news is by your side.

حکومته غندنه نور شرم دی

خبريال ويب پاڼه/ بیا مو واوریدل چې غني د ارګ له بندو پنجرو لویو امنیتي سيميټي ديوالونو شاته د لوګر غميزه په شديدو الفاظو وغندله وسلام….

وامو وريدل چې کرزي، عبدالله چارواکو والي صاحبانو قومندانانو، وکيلانو او ټولو خپل پيغامونه يو تر بل وړاندي فېسوک ته جک کړل او د لايکونو په ننداره کښینستل چې تر ټولو د غني لایکونه زیات سول خو اوس چې زموږ ملت په ټولو کيسو او ټګ ماريو پوی سوی غني ته رټ وويل چې نه وروره ته د هېواد لومړی کس يې ترڅو غندنه تر څو پټيدل ترڅو له زړه سوي ليری کیدل نور دي غندنه در ګرځوه نور که عملي څه کولې سې و يې کړه که نه وي نور نمايشات مه وړاندې کوه.

غني ملامت دی، غني پړ دی، غني باید سزا وویني ځکه غني د ملت له قاتل غله رهزن ظالم جنګ سالار سره موڅ وخت په قاطعت خبرې ونکړې هغه هيڅ ظالم په عام محضر کې اعدام نکړ نو بيا ته څنګه عدل عمري راولې موږ شل وژل کیږو پر سر مو سوداګري روانه خو بسنه يوازي پر غندنه سوې.

که غني يوه ورځ دوه قاتلان دوه جاسوسان او دوه فساد ګر را ځړولې وای نن به لور کندهار هرات امن وای له ديري کمزورۍ غني يوازي غندنه وکړي او بس هر سهار عادي پيل کوي خو هر سهار د نني سهار غوندي نه دی.

نجس او کافر ځانمرګي د جنت د حورو لپاره د رب العلمين ډير نازولي نن په سرو وينو ولړل ماشومان‌ يې بې موره او ميندي یې بې زويه کړې دا اسلام دی او که د اسلام لارښوونه؟ غرب کفار چې اسلام ده د نفرت په سترګه ګوري د دې جهالت له امله خو اسلام او مسلمانان داسې نه دي دوی اسلام څخه توره جوړه کړې او مسلمانان پرې وهي شهيدانوي یې ايا دا درسته ده ايا همدا جماد دی دا کار که طالب کړی وي هم نه يې مني خو دولته تا څه کړي قوماندانه والي ملي امنيته تا څه کړي، معاش پيسې تجهيزات پرسوتل مصارف هرڅه درکول کيږي خو تاسو ولس سره دښمني او نن مو داسې کړ د دې عاملين تاسو ياست.

طالبه ټول بريدونه ته کوې اول خو دا وحشت منې چې تا کړی دويم که نه منې هم موږ پر تا شک لرو ايا دا اسلام دی چې تا جاري کړی ايا همدومره رحم او لاره وه اسلام کې مه کوه د الله له دينه او کلامه توره مه جوړوه چې خاص د بې مسلمانانو سرونه په ووهې خدای ج دي هدایت او اسلاميت ته هدايت کړه

Comments are closed.