The news is by your side.

لوګر کې موټر بم بريد لګسونه تنه شهيد کړي دي

 

طالب هېڅ رحم نه کوي، طالب خونکار دی، طالب د جهاد په نوم اسلامي مقداسات ورانوي.

طالب د پنجاب غلامې ادارې هغه پست او سپک لاسپوڅی دی، چې د بل په اشاره هر ډول کار کوي، داسې يې ذهن ورته وینځلی دی، چې پر خپلو خلکو هم بريک نه نيسي او شهيده وي يې.

د طالب جهاد د پلونو او پلچکونو سره دی، ځکه پر دې پلونو کافر او غېر مسلمه خلک ځي؛ خو داسې نه ده، پر همدې پلونو هغه مسلمانان ځي چې پنځه وخته لمونځ په جمعې سره کوي، روژې نيسي، زکات ورکوي، قتل نه کوي، خلک نه زوروي، وطن او هېواد نه ورانوي، خيانت نه کوي او په ټوله کې د هر ډول فساد نه پاک مخلوق دی.

طالب د وحشتونو او بربريتونو لړۍ ښه په جوش او خروش کې روانه کړې ده، د وحشت پر سر ورته د هېرا منډۍ پليت زامن حق الزحمه ورکوي، ځکه جهاد اکبر کوي.
طالب د پاکستان رذيل او ګنده حکومت لپاره څه، څه ونه کړه!

دا هغه خلک دي، چې د دين نه بالکي د وحشت پلویان دي، دوی نه هېڅ کله هم د هغه جهاد تمه مه کوئ، چې کوم الله (ج) په خپل کتاب کې موږ ته ښودلی دی.
دوی هرڅه د پنجابي په قانون کې کوي، نه د مقدس اسلام په قانون کې.

طالب چې هرځای کوي، وحشت کوي، ترور کوي، انسانان وژني، دوی بېخي د انسانیت له دايرې وتلي دي.

د احصايه لمخې په سلو کې %۹۵ خلک ترې نفرت او کرکه کوي او پاتې خلک ور سره په دې وحشتونو او وژنو کې شريک دي.
طالب هغه کارونه وکړل، چې په هېڅ يو قانون کې نشته.

لواطت او زناګانې دوی کوي، رشوت دوی اخلي، غله ګانې دوی کوي، پر همسنګرو تنکو او پستو ملګرو جنسي تېري دوی کوي، لويې لارې دوی ورانوي، شراب حرام دي، خو دوی څښي، ځکه دوی سره د جنت ټيکټ په لاس کې دی او لخېره نېغ به دوذخ ته ځي.

که د طالب په وحشت ليکل وشي؛ نو زرګونه کتابونه به پرې وليکل شي.

تازه يې تېر ماښام په لوګر کې پر ملکيانو موټر بم بريد کړی دی، چې لسګونه تنه خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

دا يې د وحشت تازه نمونه وه، خو له دې وړاندې يې هم داسې ډېرې ميندې او لوڼې په سرو سترګو ژړولي دي.
طالبه!
نور بس کړه، نور سم او صحي مسلمان شه او د بې ګناه خلکو د قتل څخه نور تېر شه، راځه سوله وکړه، ولس خوشحاله کړه، باور وکړه چې نور د دې وطن حېوانات هم تنګ دي، انسانان خو پرېږده!

طالبه!
تا پورې يو ډېر ښکلی او عظيم نوم نښتی دی، نور يې نړۍ والو ته غلطه مه انځوروه.
بس کړه او راځه د سولې پروسې سره يوځای شه، چې دا مات، مات او ټوک، ټوک هېواد نور را جوړ کړو!

ليکنه: هېواد افغان

Comments are closed.