The news is by your side.

د لوګر وحشيانه بريد په خواله رسنيو کې په پراخه کچه وغندل شو

د لوګر وحشيانه بريد په خواله رسنيو کې په پراخه کچه وغندل شو او دا وحشت يې د اسلام او هېواد د ښمنانو کار وبلل.

د خواله رسنيو کاروونکو پر بريګرو او وسله والو په ضد تبصرې او ليکنې وکړې، چې دا يو لوی جنايت دی، ظلم دی، وحشت دی، پر انساني او بشري ژوند تمسخر دی، په خواله رسنيو کې ويل کېږي چې داسې عمل او وحشت مزدور او رذيل دښمن کوي، دوی په داسې بربريتونو خپل باداران خوشحالوي او د اسلاميت او انسانيت جنازه وباسي.
په اسلام او قران کې پر مسلمانانو باندې دا ډول بوږنونکي بريدونه کول، د دې معنی ورکوي، چې دوی د اسلام لپاره نه بالکې د کفر لپاره جنګېږي.
يو شمېر کاروونکو يې پړه پر طالبانو واړوله، چې دا انساني جنايت دوی کړی دی، ځکه له دې وړاندې هم طالب وسله والې ډلې داسې ګنشمېر بريدونو کې لاس درلود او ډېری مېندې یې بې بچو کړې دي.
طالب وسله واله ډله په وروستيو کې په اسلامي مقداساتو او جوماتونو کې چاودنې کوي، ځانمرګي بريدګر ورلېږي.

د لوګر ياد وحشت په نړۍ واله کچه هم وغندل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ د له نړۍ والې ټولنې غوښتي چې لوګر د ننني تروریستي برید پلټنې وکړي.

نوموړی لیکي:
د لوګر ولایت نننی ځانمرګی برید یوازي په غندلو نه بلکې باید افغان سیاسیون په دې ځان پوهه کړي چې د سولې د خبرو په دې نازکه مرحله کې چا دا برید وکړو؟
دا برید انسانیت خلاف برید دی په کار دي نړۍ واله ټولنه یې پلټنې وکړي.
موږ د ټولو غمځپلو کورنیو په غم شریک یو؛ شهیدانو ته جنت او ټپیانو ته شفا غواړو.

د خواله رسنیو کاروونکي دا هم وويل چې نور په غندلو نه کېږي، بايد ټول ولس سره يو شي او د ترهګرو پر وړاندې ودرېږي او له وطنه يې وشړي.

Comments are closed.