The news is by your side.

راتلونکی کال به ډېر افغانان د لوږې او وچکالۍ له قحطۍ سره مخ شي

سیګار: ښايي راتلونکی کال نیمايي افغانان له لوږې سره مخ شي

د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکايي بنسټ سیګار د امریکا کانګرس ته په خپل درې میاشتنې رپوټ کې د ملګرو ملتونو له خولې ویل شوي چې د افغانستان د ټول نفوس نژدې نیمايي برخه وګړي د کورونا وبا له امله بشري مرستو ته اړتیا لري، په دې مانا چې د دې کسانو شمېر د پروسږ کال پرتله دوه برابره او د څلورو کالو مخکې پرتله شپږ برابره ډېر شوی دی.

په رپوټ کې ویل شوي چې د افغانستان د ټول نفوس نژدې نیمايي برخه ښايي راتلونکی کال له لوږې سره مخامخ شي.

د کډوالو د نړیوال سازمان له قوله په رپوټ کې راغلي چې ۱۷ میلیونه افغانان چې د ټول نفوس نژدې۴۲ سلنه کېږي ښايي راتلونکي کال کې د وچکالۍ له امله له قحطۍ سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو له قوله ویل شوي، شپاړس اعشاریه نهه میلیونه افغانان له بحران او د خوړو د خوندیتوب په برخه کې له بېړني حالت سره مخامخ دي او په افغانستان کې نژدې نیمايي ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي په روان ۲۰۲۱ کال کې له جدي خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

سیګار وايي، که څه هم د جنورۍ نه تر مارچ میاشتې پورې به نور کله افغانستان کې د دښمن له خوا د بریدونو ګراف ټیټ و، خو د روان ۲۰۲۱ میلادي کال په همدې موده کې د نور کله پرتله ۳۷ ډېر بریدونه شوي دي.

دغه راز په رپوټ کې ویل شوي چې د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر له لومړۍ نه د ډیسمبر میاشتې تر پایه پرتله د سږکال په لومړیو دریو میاشتو کې د دښمن بریدونه شاخوا لس سلنه لږ وو.

د یوناما په وینا د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د پروسږکال د همدې مودې پرتله ۲۹ سلنه ډېرو افغانانو ته تلفات اوښتي.

د ناټو د چټک غبرګون ځواکونو بیا ویلي چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې نه د مارچ تر ۳۱ نیټې پورې ۲۰۳۸ تنه ملکي افغانانو ته تلفات اوښتي او په وینا یې په دې کې ۶۴۳ کسان وژل شوي ۱۳۹۵ نور ټپیان شوي دي.

ویل شوي چې ددې تلفاتو د ۶۱ سلنې مسؤلیت د طالبانو، د ۲۹ سلنې د نامعلومو اورپکو، د ۳ سلنې د “اسلامي دولت” نومې ډلې او څه کم یو سلنې مسؤلیت د حقاني شبکې پر غاړه دی.

سیګار په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له خولې په خپل رپوټ کې ویلي په همدې موده کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات هم د تېر کال د همدې مودې پرتله ډېر وو خو د تېر کال د وروستې ربعې یعنې اکتوبر نه تر ډیسمبر میاشتې تلفاتو نه لږ څه کم وو.

دغه راز ویل شوي چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د نفوذي کسانو بریدونه هم د تېر کال همدې مودې پرتله ۸۲ سلنه ډېر وو.

ویل شوي په دې موده کې نفوذي کسانو ۳۱ بریدونه کړي چې په پایله کې یې د افغان امنیتي ځواکونو ۱۱۵ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یونیسف له قوله د سیګار په رپوټ کې راغلي چې په روان ۲۰۲۱ کال کې د افغان ماشومانو مړینه هم د تېر کال پرتله ډېره ده او د تېر پرتله دوه اعشاریه اوه سلنه لوړه شوې ده.
راپور: عبدالرحمن ځلاند

Comments are closed.