The news is by your side.

امریکا د طالب اورپکو د بریدونو دفع کولو ته چمتووالی ښودلی

خبریال وېبپاڼه/ امریکا وايي، سره له دې چې د مې میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته وسله والو طالبانو پر بهرنیو ځواکونو د بریدونو خبر ورکړی، خو دوی د دغو بریدونو د دفع کولو لپاره خپل بشپړ چمتووالی نیولی دی.

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون ویلي چې د سرتېرو د ایستلو پر مهال د طالبانو احتمالي بریدونو ته تیاری نیسي او د طالبانو په شمول هېڅ ترهګرې ډلې ته د بریدونو اجازه نه ورکوي.
د یاد وزارت ویاند جان کربي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي د طالبانو مشران ښایي پر دوی د بریدونو امر ورکړي چې له همدې امله امریکایي ځواکونه دمګړی په افغانستان کې د طالبانو د احتمالي بریدونو ځواب ته په تیاري بوخت دي.
هغه ویلي چې دوی افغانستان ته پرمختللې وسلسلې، هوايي، ځمکني او سمندري ځواکونه او لسګونه ډول نور تجهیزات راوړي چې کولای شي، د دښمن بریدونه دفع کړي.
پنټاګون داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تازه خپاره شوي راپورونه وایي، د دوحې هوکړې پر بنسټ طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې وه چې د سرتېرو تر ایستلو پورې به یې د اډو امنیت تامینوي او سخت دریځه ډلو ته به پر دوی د برید اجازه نه ورکوي.
دا چې له نن (د مې لومړۍ نېټې) وروسته به طالبان پر بهرنیو ځواکونو په ځانګړي ډول امریکایانو بریدونه پیل کړي او که نه؟ دا به په څو ورځو کې ځواب شي.
خو دغه یاغې او باغي ډلې د عامو افغانانو او امنیتي ځواکونو پر ضد په جګړه کې هیڅ کمښت رانه وست او هماغسې یې خپلو ترهګریزو کړنو ته دوام ورکړی دی.
تېره شپه یې د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د یوې موټربم چاودنه کې هم تر سلو زیات بې ګناه افغانان شهیدان او ټپیان کړل، چې اکثره یې د ښوونځي زده کوونکي، ښځې او ماشومان وو.
دغه وضعیت عام افغانان سخت اندېښمن کړي او له طالب ډلې غواړي چې نور اوربند وکړي او د بې ګناه انسانانو د وینې د توېدو د مخنیوي له لارې د سولې دروازې پرانیزي.
خو طالبانو د خلکو دغه غوښتنه تل د ټوپک په ژبه ځواب کړې او په ملکي خلکو یې هېڅ راز رحم نه دی کړی.

Comments are closed.