لوګر ولې په وینو رنګ شو؟
خبریال وېبپاڼه / په داسې یو ولایت کې چې والي یې ولایت، امنیه قوماندان یې قومانداني، د امنيت رییس یې ریاست، د لوا قوماندان یې لوا او ولسوالان یې ولسوالي ساتي. د ولایت او قومانداني مخته دولتي مامورین او امنیتي ځواکونه په شهادت رسول کېږي. تر نیمايي زیات ملکي او نظامي مامورین، خبریالان او مدني فعالان یې طالبانو سره مستقیم تار لري او یا پخپله طالبان وي. وکیلان یې د مافیا د هستې غړي او قاچاقبران وي. ولایتي شورا یې د کمېشنکارۍ مرکز وي. د کابل ستر ترهګریز بریدونه هلته پلان شي. مرکز ته په ٦٠ کیلومترۍ کې پروت وي، خو کلونه یې واقعي انځور تر غټو چارواکو او ارګ مېشتو نه وي رسېدلی. کابل ته په ٣٠ کیلومتري کې یې په رڼا ورځ د طالبانو تلاشي روانه وي او لویه لار یې پل صراط ګرځولې وي. د وردګو، غزني او پکتیا د ترهګرو پټنځای وي. د نجونو مکتب ته په مرکز کې اجازه ورنکړل شي. نیم ولس یې د طالب له وېرې د حق او نظام د ملاتړ چیغه پورته نه کړي او نیم ولس یې د خدای په غضب ککړ او د طالب مدافع وي. دولتي مسوولین پکې طالبانو ته میاشت په میاشت باج ورکړي…. اوس هم شکر دی چې د حکومت په نوم یو څه پکې پاتې دي. که دا بل ولایت وای، نه به حکومت پکې پاتې و او نه به انساني ساه پکې چلېدای.
لوګر مرکز کابل ته تر ټولو مهم ولایت دی. خو کلونه په دې ارزښت سترګې پټې شوې دي. د خدای لپاره دغه بدبخت ولایت د کابل ولسوالي پاتې شوې خو اوس یې د ولایت په توګه څوک له اصلي وضعیته ځان نه خبروي. شرم دی، بېخي لوی شرم. که نور هېڅ نه وي، د برحال جمهور رئیس ټاټوبی دی. که د ولس غم نه وي، همدې نوم ته په کتو دې یې غم وخوړل شي. غندل څه مانا. غندنې خو ماښام راهیسې د شهیدو شویو او ټپیانو زده کوونکو میندې هم کوي. که حکومت د مرکز امن غواړي، لوګر دې امن کړي. د ترهګرو ځالې دې ختمې کړی. د کابل له موسهي ولسوالي نیولې، بیا تر برکي برک، څرخ، خروار او ازرې پورې دې کور په کور تصفیوي عملیات پیل کړي. نوې پوستې دې جوړې کړي. محلي اردو دې تقویه کړي. د نظام د ملاتړ پراخې برنامې دې عملي کړي. د سولې لپاره دې د عامه پوهاوي کمپاین وکړي. دولتي مسوولینو په ځانګړي ډول امنیتي ادارو کې دې پراخ تغییرات راولي. هغه ملکي او نظامي مامورین دې په نښه او مجازات کړي، چې طالب سره اړیکه لري. نه دې په ترهګر رحم کوي او نه د ترهګر په ملاتړي. بیا به وګورئ چې لوګر څومره سمېږي او په کابل څومره تاثیر لري.
لیکوال: ز.احمدي
Comments are closed.