The news is by your side.

مغروره بایډن او کمزوري طالبان

 

پوره ۱۴ میاشتي مخکې د طالبانو او امریکا هوکړه وسوه چې تر نن پوري باید ټول امریکايي او بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي وي خو هغوی اوس هم سرې سترګې ګرځي.

طالبانو ته امریکا په خپل نوي خبرداري کې ویلي که يې پر سرتیرو برید وسي نو له سخت غبرګون سره به مخ سي هغوی د خپلوسرتیرو د امنیت لپاره ۶۵۰ اضفي سرتیري الوتکې او د توغندیو پرمختللی سیسټم افغانستان ته راوړی ترڅو پرې طالبان ووژني.

په ورته وخت کې د امریکا  دفاع وزارت یا پنتاګون ویلي چې د سرتېرو د ایستلو پر مهال د طالبانو احتمالي بریدونو ته تیاری نیسي او د طالبانو په شمول هېڅ ترهګرې ډلې ته د بریدونو اجازه نه ورکوي.
د یاد وزارت ویاند جان کربي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي د طالبانو مشران ښایي پر دوی د بریدونو امر ورکړي چې له همدې امله امریکایي ځواکونه دمګړی په افغانستان کې د طالبانو د احتمالي بریدونو ځواب ته په تیاري بوخت دي.
هغه ویلي چې دوی افغانستان ته پرمختللې وسلسلې، هوايي، ځمکني او سمندري ځواکونه او لسګونه ډول نور تجهیزات راوړي چې کولای شي، د دښمن بریدونه دفع کړي.

طالبان څه وايي؟

طالبان دا مني چې امریکا له هوکړو سرغړونه کړې او کومې هوکړې چې د دوی او امریکا ترمنځ وې دوی نه بلکې امریکا ماتي کړې خو طالب ورته چپه خوله ناست طالب څومیاشتي مخکې په خپله یوه پلاستیکي اعلامیه کې ویلي وو، چې که امریکا او نور بهرنیان د مي میاشتي تر ۱ لومړۍ نېټې له افغانستانه بیرون نه سي نو پ وړاندې به یې سخت غبرګون وښيي خو هیڅ ونه سول طالبانو د افغانانو په وژلو سره امریکا و ډاروله د سپینې ماڼۍ مغروره واکمن په  ډیر جرت سره له هوکړې سرغړونه وکړه او دا يې ثابته کړه چې څه يې زړه غواړي هغه کولای سي او څه  چې کیږي نو د دوی په خوښه به کیږي.

هغوی اوس هم په دې کې فکر کوي چې بیرته څنګه پر افغانستان کنټرول ولري په کوم هېواد کې چې د امریکا سفارت او بیا واک ولري نو هغه هېواد اشغال دی نو په همدې مانا د طالب په شتون او نه شتون کې به د امریکا سفارت همدلته وي او سلګونه وسلوال امریکایان به هم دلې وي او استخباراتي حضور به تر بل هروخت زیاتوي.

مغروره بایډن بیا هم وویل چې د طالبانو له دښمن افغان حکومت سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي خو بیاهم طالب ارام دی ولې څه نه وايي؟

طالب ډاریږي طالب د قدرت لاس ته راوړلو په نشه کې غرق پرق دی او داسې فکر کوي  چې امریکا یې ماته کړې او دولت یې نسکوره کړی دی ځکه نو امریکا ته تر ګل  ترخه څه نسي ویلای ښايي ځینې طالبان د امریکا خلاف جګړې ته زړه ښه کاوه خو طالبانو هغه کسان منزوي او له منځه یو وړل چې اوس یوازي خوش باوره او د ځان ګټو کسانو ته لاره خلاصه ده.

که څه هم طالبان ځان فاتحان او د جګړې ګټوونکې  بولي خو ګټوونکې هیڅوخت په دومره کمزوري دریځ لکه طالبان چې دي نه وي هغوی په خورا غرور ماتو سویو استعمار ګرانو ته خپلې غوښتنې اوروي او په مني یې خو امریکا چې استعمار ګره ده په طالبانو خپلې غوښتنې مني چې دا دطالبانو د کمزورۍ ښکارندويي کوي طالبان وایي په روژه کې جهاد ثواب لري خو دلته پر وخت راغلي  اشغال ګر سرې سترګې ګرځي اما همدا طالب ماشوم ښځه ځوان او د هېواد سرتیری په نښه کوي او وژني یې.

دناخبره خلکو له ادرسه دوی فکر کوي همدا اسلام مسلمان او دین دی دوی فکر کوي چې د حضرت محمد ص  څخه تر طالبه د مسلمانانو ټولې مبارزې همداسې وې خو اصل کې  انحراف موجود او طالبانو انحراف کړی دی

Comments are closed.