The news is by your side.

د لوګر پرونی وحشت ننګرهار کې وغندل شو

ننګرهار کې د لوګر وروستۍ خونړۍ پېښه وغندل شوه

د ننګرهار ولایت په رسنيو دفتر کې، د غويي په ۱۱مه د مدني بنسټونو استازو د يو خبري کنفرانس پر مهال د لوګر ولایت وروستۍ پېښه وغندله او د پېښې عاملينو ته يې د سختې سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

د مدني ټولنو په استازۍ شريف الله ناصري، ثاقب الرحمن ستوري او څو تنو نورو د خپلو خبرو پر مهال له حکومت، نړۍوالې ټولنې، بشري بنسټونو، اسلامي هېوادونو، د سولې ښکېلو غاړو او افغان ملت څخه غوښتنه وکړه، ترڅو د لوګر ولايت وروستۍ پېښې چې له امله يې ګڼشمېر بې ګناه هېوادوال شهيدان او ټپيان شول، چې د عاملينو د نيولو اړه يې غلي پاتې نه شي.

دوی د سولې له پروسې څخه د ملاتړ ترڅنګ له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې جګړه ودروي او د بې ګناه افغانانو له وژلو لاس واخلي.
د مدني ټولنو استازو همدا راز وويل؛ که د لوګر جنايت عاملين مجازات نه شي او روان ناورين ونه درول شي؛ نو دوی به په ټول هېواد کې سوله ييز لاريونونه د هغو خلکو پر وړاندې تر سره کړي، چې د روانې غميزې عاملين دي.
همدا راز یې وويل چې حکومت دې نور د وسله والو طالبانو سره په قطر او دوحه کې نه ګوري، ځکه وسله وال هېڅ ژمن نه دي، يو خوا د سولې خبرې کوي او بلخوا بې ګناه افغانان شهيدان کوي.
د يادونې وړ ده، چې دا د وسله والو لومړی ځل نه، بالکې له دې وړاندې یې هم ډېرې ميندې ژړولې دي او په لکونه افغانان يې په بېلابېلو پلمو شهيدان کړي دي.

 

Comments are closed.

koi finance