The news is by your side.

طالبان پر امريکايانو د بريدونو تصميم کې دي

خبريال ويب پاڼه/ د امريکا او طالبانو د هوکړې له مخې چې ۱۴ مياشتې وړاندې ترسره سوه له مخې به يې نن بايد امریکایان له افغانستانه وتلي وای خو لاهم زرګونه بهرني ځواکونه په افغانستان کې ديره دي او اله نن يې د وتلو نېټه په رسمي ډول پيل سوه.

تمه ده چې نن به امريکايي ځواکونه د خپلو وتلو لړۍ په رسمي ډول پيل کړي.

د مۍ پر لومړۍ نېټه بايد بهرني او امريکايي ځواکونه له افغانستانه وتلي وي خو دا ځواکونه به د راتلوونکي سپټمبر تر پايه له افغانستانه ووزي.

طالبانو په خپل تازه دريځ کې جګړې یا پر بهرنیو ځواکونو د‌ بريدونو چمتوالي خبر داری په غيري مستقيم ډول ورکری.

طالبانو اعلان کړی چې امريکايانو له هوکړي سر غړونه کړې او دوی د خپلو مشرانو تصميم ته په تمه دي چې څنګه پريکړه به وکړي.

هغوی ویلي چې د هوکړې له مخې بايد امريکايي او ټول بهرني ځواکونه بايد د مي پر لومړۍ نېټه وتلي وای خو دوی له هوکړې سرغړونه کړې او پاتي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي د امريکا سرغړونې د دوی جنګیالیو ته د مر ډول مناسب اقدام لاره خلاصه کړې، او دوی يوازي د خپلو مشرانو تصمیم ته انتظار دي چې څه ډول پريکړه به وکړي.

د ده له اندم هر ډول پريکړه چې يې مشرانو وکړه نو هغه به عملي کوي.

تيره ورځ راپورونو وويل چې سل امريکايي پوځيان د يوې الوتکې په مټ له افغانستانه ووتل چې نن يې د وتلو پروسه په رسمي ډول پيل سوه.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو، چې د مي مياشت که چيري امريکايي ځواکونه پر ټاکلي وخت له افغانستانه ونه وزي، نو به يې پر وړاندې بريدونه او جګړې وکړي تيره ورځ القاعده شبکې هم په خپل یوه بیان کې ویلې وو چې پر امريکايانو به خپلو بريدونو ته ادامه ورکوي او طالبانو د امريکا په وړاندې ماتې نه ده خورلې.

د طالبانو له مخکنیو څرګندونو بايد نن پر هغوی بريدونه پيل کړي وای خو دوی د تصميم په بهانه هرڅه شاته کړي

تراوسه پوري طالبان يوازې پر افغان ځواکونو بريدونه کوي او داسې ښکاري چې پر امريکايانو به بياهم بريدونه ونه کړي

Comments are closed.