The news is by your side.

کنګنا رناوټ ته خپل مينوال غوصه دي

 

د بالیووډ سینما مشهوره اداکاره کنګنا رناوټ وایي، د هندوستان هر هغه اوسېدونکی چې له دوه یا درېیو څخه ډېر بچي زیږوي باید زندان ته واچول شي.
د کنګنا دې خبرې چې د هند اوسېدونکي سخت غوصه کړي اوس د هندي رسنیو د خبرونو سرټکی جوړ شوی دی.
نوموړې ویلي دي چې په هېواد کې یې هر هغه کورنۍ چې درېیم ماشوم زېږوي باید والدینو ته یې سزا ورکړل شي.
ګنګنا په ټولنیزو رسنیو کې د خپل هېواد پر اوسنيو حالاتو یو پوست کړی دی چې پکې دا خبره هم یاده شوې ده.
هغې همدا راز ویلي چې د هندوستان اوسني بحران ته په کتو سره باید هغه کورنۍ چې درېیم ماشوم زېږوي، په بند کې واچول شي، او یا هم لږ تر لږه جریمه شي.
پر ټویټر کنګنا رناوت لیکلي، چې هیواد یې باید د نفوسو د کنترول لپاره سخت قوانین او اوصول جوړ کړي.
کنګنا رناوت یو له هغو فلمي ستورو ده چې د ۱۲ هغو فلمي لوبغاړو په لېست کې راغلې چې په خپل استعداد او لیاقت یې د فلمونو په ډګر کې ځان ته نوم جوړ کړی دی.
خو په اوس وخت کې، فلمونو کې یې رول کم رنګه شوی او ډېرو لږو فلمونو کې راښکاره کېږي.
د دې خبرو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې کنګنا رناوټ د خلکو له له خوا د سختو نېوکو لاندې راغله او د رسنیو کاروونکو دې موضوع ته په اشارې وویل چې نوموړې په خپله دوه نورې خویندې هم لري.
کنګنا رناوت وروستیو وختونو کې د هرې موضوع په هکله جنجالي خبرې کوي چې تر ډېره د راپورونو د سر ټکی ګرځي.
د بالیووډ سینما دا فلمي ستوری اوس یوه له هغو اداکارانو بلل کیږي چې د سوشانت سنګ د مړینې په تړاو یې هم ډېر غبرګون وښود او ځینې فلمي خو ان د سوشانت په روحي لحاظ ځپلو تورنه کړه.

Comments are closed.