The news is by your side.

القاعده د افغانستان کومو ولايتونو او څنګه فعاليت کوي

خبريال ويب پاڼه/ امريکا به خپل ټول سرتيري. ناتو سرتيرو سره یو ځای د افغانستان څخه تر راتلونکې سپټمبر مياشتې ۱۱ نېټې پوري باسي ههه نېټه چې شل کاله وړاندې القاعدې امريکا کې لوی بريدونه وکړل.

اوس تازه بیا داسې بحثونه چې القاعده به سر پورته کړي مطرح سوي او اندېښنې رامنځ سوې دي.
د دې ډلې یوه ویاند امريکا ته په تاژه ګواښ کې ويلي يوځل بيا به پر امريکايانو بريدونه وکړي.
امريکايي ولسمشر جو بایډن ويلي چې القاعده يې افغانستان کې کمزوري کړې ده.
خو داسې ښکاري چې امریکا يوازي له افغانستانه ځان باسي او القاعده د پخوا په شان افغانستان کې خپل ترهه ګريز فعا پر پاک اسلامي دور ته ستنيدل اوس فعلا د دوی د تفکر او هدف دا يره ده، د افغانستان ملي امنيت د القاعدې ګواښ لوی بللی ځکه يې ويلي چې دا ډله د دې ترڅنګ چې د نورو ترورستي ډلو همايت کوي په پاکستان کې هم د لښکر طيبه ټي ټي پي او لسګونو نورو همدارنګه په منځنۍ آسيا کې د ازبکستان اسلامي حرکت، او تاجکستان انصار الله جماعت ډلو سره خورا نژدې اړيکې لري.
تراوسه پوري القاعده يوازي د افغانستان لپاره نه بلکې د ټولې نړۍ او امريکا لپاره خطرناکه بلل سوې او داسې فکر کيږي چې له افغانستان د امريکا په وتلو سره به يو ځل بيا دغه ډله سر پورته کړي.
د افغانستان د ملي امنیت د د مالوماتو له مخې چې القاعده دا مهال د افغانستان په ۱۹ ولایتونو غزني، ارزګان، زابل، کاپيسا، بدخشان، بلخ, کندهار، کونړ، فاریاب، تخار، نیمروز، پکتيکا، جوزجان، هلمند، خوست، لوګر، ننګرهار، فراه او کابل کې د طالبانو تر چتر لاندې فعاليتونه لري او ځان خپلو موخو ته رسوي.
که څه هم امريکا په افغانستان کې ټول خطرونه حس کولی سي خو بيا هم لاس تړلی افغانستان يو ځل بيا ترورستانو ته سپاري چې د بايډن دا عمل نه خوښوونکی او له غبرګونونو سره مل وو، امريکايي سياستوالو ووي چې په اوسني وضعيت کې له افغانستانه وتل درسته پريکړه نه ده او بايډن يوځل بيا بايد په دې هکله فکر وکړي.
په ورته وخت کې يو شمېر سیمه ییزو هېوادونو هم د سرتیرو وتلو پریکړي سره مخالفت کړی او غوښتنه یی کړې چې په دې هکله دي فکر وکړل سي.

Comments are closed.