The news is by your side.

امریکا د ویټنام اشتبا تکراروي

خبريال ويب پاڼه/ یوې امریکايي خپرونې د امریکايي سرتیرو وتلو په هکله لوی مطلب خپور کړی او د افغانستان جګړه يې پکښې رانغښتې دوی د امریکا د غیري مسؤله وتلو په  هکله نیوکه کړې.

بلومبرګ خپرونې چې تازه يې د افغانستان په هکله یو مطلب خپور کړی ویلي امریکا په ویټنام کې درس او عبرت  نه دی اخیستی ځکه نو يې د افغانستان په هکله داسې پریکړه کړې.

بلو مبرګ ویلي چې د بایډن ادارې په پوره جفا سره د افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو پریکړه کړې او دې قربانیو چې افغانستان کې افغان او امریکايي سرتیرو ورکړې ونه کتل، ا وغواړي چې  د ویټنام اشتباه بیا تکرار کړي.

د خپرونې په باور امریکا د افغانستان په اوږده او پېچلې جګړه کې ماتې خوړلې او ځکه يې د سرتیرو وتلو پریکړه کړې چې فکر يې کاوه که چیري  پاتي سو نو له یوې مخې  به د ترهه ګرو له لوري ووژل سو.

مالومات وايي امریکا ناحقه له ترهه ګرو دومره ویره درلوده هغوی دومره هم خطرناکه نه دی او نسي  کولای چې د امریکایانو یوه بیس ته ننوزي ځکه نوامریکا باید دا پریکړه نه وای کړې.

د دې خپرونې له انده دا مهال د امریکايي ځواکونو د وتلو نه وو، او نه باید داسې  سوي وای ځکه چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته داسې هیڅ یو تضمین نسته چې په لاس راغلې  لاس ته راوړنې  دي خوندي وساتل سي او افغانان دي خپلو منځونو کې یوې هوکړې ته ورسیږي

تیره ورځ د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر په رسمي ډول سره پيل سو او له دې وروسته به د امریکایي ځواکونو په ګډون ټول بهرني سرتیري دا لړۍ تر ۱۱ م د سپټمبر غځوي.

د بهرنیو ځواکونو وتلو سره هممهاله په افغانستان کې د القاعده شبکې د بیا فعالیت په هکله اندېښنې را سربیره سوې او خپله القاعده هم د طالبانو په ملتیا لاهم د امریکا په وړاندې د جګړې خبر ورکړی خو داسې اندېښنې سته چې د امریکا په وتلو سره به یوځل بیا دغه ځپلې ډله سر راپورته کړي چې د افغانستان په ګډون به ټولې  سیمې ته امنیتي ګواښونه پیدا کړي خو امریکا بیا ویلي چې القاعده یې ځپلې او بیا یې هم تر خپل فکر لاندې لري

Comments are closed.