The news is by your side.

پاکستاني دولت ته د بلوڅ ملتپالو خطرناکه خبرداری

خبریال ویب پاڼه/ بلوڅ ملتپال چې له څلو کلونو راهیسې د پاکستان دولت څخه خپل حق غواړي ویلي چې پاکستان او نور هیچاته به د دوی د معدنونو او نورو زیرمو د خېټې اچولو اجازه ورنکړي.

بلوڅ ملتپالو ویلي اجازه به ورنکړي چې پاکستان يې پر معدنونو او زیرمو خېټه واچوي دوی وايي پاکستان يې زیرمي خوري اسفاده ترې کوي خو بلوڅانو ته يې هیڅ خدمات نه دي وړاندې کړي.

ملتپالو په وروستۍ غبرګون کې پر یوه چینايي کمپنۍ برید کړی چې د هغوی پنځه ساتوونکې يې وژلي او شپږ نور يې ژوبل کړي دي هغوی ویلي نه پریږدي چې چین او پاکستان د دوی له معدنو په سمه توګه استفاده وکړي.

پاکستاني دولت له تیرو څو کلونو په بلوچستان کې پر میشتو بلوڅانو ناتار جوړ کړی چې په یوه او بل نوم وژني له منځه يې وړي او دسیسي ورته جوړوي چې له امله د دې بلوچستان سیمې ځوانانو وسله واخیستله او اوس د دې سیمې د ازادۍ لپاره وسلواله مبارزه کوي.

له دې سیمې د بلوڅ ملتپالو د جګړو راپورونه راځي او نژدې هره ورځ په خپلو بریدونو کې پاکستاني عسکر په نښه او په هلاکت یې رسوي.

پاکستان کوښښ کوي چې  په زور یاهم په کوم چل ول سره هلته بلوڅان قانع کړي خو هغوی وایي تر څو پوري چې خپله خپلواکي له پاکستان څخه نه وي اخیستې نو خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي او په دې برخه کې هرې قربانۍ ته تیار دي.

د بلوڅانو سره تر خوا پاکستان کې میشت پښتانه هم د پاکستان د تاوړه سیاست او کړنو قرباني دي وړاندې کلونه او اوس هم کله کله پښتانه تري تم کیږي وژل کیږي  او له کورونو نادرکه کیږي.

له کله نه چې پي ټیم ام د پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځ ته سوی پاکستاني ریاست هم په خپلو کړنو کې احتیاط کړی خو بیا چې يې هم لاس بر سي نو خپلې شومې موخې ترسره کوي.

د بلوڅانو په دې نوې خبرداري سره ښايي پاکستان زیات تاوان وکړي ځکه چې له دې وروسته ښايي د چین اتباع هم په نښه او له منځه ولاړ سي د پاکستان او چین ترمنځ په دې وروستیو کې اړیکې ښې سوې  او پاکستان کوښښ کوي چې پرچین خپلې موقع ووهي

Comments are closed.