The news is by your side.

مهم خبر: امریکایان به له خونړي بریدونو سره مخ سي

خبریال ویب پاڼه/ که څه هم امریکا اعلان وکړچې د سپټمبر تر ۱۱ نېټې پوري به خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي خو بیاهم داسې ښکاري چې طالبان د حالاتو د خرابولو لپاره ښايي پر امریکايي ځواکونو بریدونه وکړي.

په دې وروستیو کې طالبانو او امریکايي ځواکونو  یو بل ته ګواښونه هم کړي دي طالبانو په خپل نوي غبرګون کې وویل چې دوی ته لاره خلاصه او هرڅه کولای سي.

په ورته وخت کې بیا امریکا او پوځيانو يې ویلي چې دوی تر هرڅه لومړیتوب  د سرتیرو امنیت لري او که چیري يې پر سرتیرو بریدونه وسي نو طالبان او برید کوونکې به له سختو عواقبو سره مخ سي.

اوس تازه واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د وتاروتریخوالي پیښو ته په کتنې سره ویلي چې تاوتریخوالی زیات سوی او له دې سره داسې احتمال هم سته چې په افغانستان کې میشت امریکايي عسکر هم له خونړیو بریدونو سره مخ سي.

دې ورځپاڼې د کندهار هوايي ډګر باندې توغندیز برید ته په اشارې سره ویلي چې ښايي پرامریکايي اهدافو بریدونه زیات سي ورځپاڼې د جګړو او تاوتریخوالي پیښو ته په کتنې سره ویلي چې د جګړو په ډیروالي کې به امریکايي اهداف هم خوندي نه وي او ښايي له بریدونو سره مخ سي.

په مالوماتو کې راځي چې د دوحې له هوکړې په سرغړونه طالبان په غوسه دي او ښايي یوڅه وکړي طالبانو ویلي چې  دوی د خپلو مشرانو تصمیم ته په تمه دي او که چیري د جګړې تصمیم ونیول سي نو پر امریکایانو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

که چیري بریدونه وسي څه به وسي؟

امریکایانو وار له مخه چې د سرتیرو ایستلو پروسه پیل کړي افغانستان ته ۶۵۰ تنه د خاصو ځواکونو عسکر واستول او همدارنګه یې بي ۵۲ ډوله الوتکې او د توغندیو دفاع پرمختللی سیسټم راوړ چې له دې چمتوالي سره سره یې بیا هم وویل چې پر عسکرو د برید له امله خوا بدوي او که څوک ورباندې برید وکړي نو له سخت ځواب سره به مخ سي بد عواقب يې همدادي چې ښايي د طالبانو بریدونه په لویه جګړه واوړي د سولې پروسه زیانمنه او امریکایان مجبوره کړي چې بیا په افغانستان کې پاتي سي.

Comments are closed.