The news is by your side.

کابل ته د خلیلزاد راتګ او یو شمېر ولایتونو کې جګړې

خبریال ویب پاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلیاو د لته یې د افغان ولسمشرپه ګډون له یو شمېر دولتي چارواکو سره لیدلي.

زلمي خلیلزاد له ولسمشر سره په کتنه کې هغه ته خپل راپور واوراوه او د افغان سولې  په هکله يې اړیني خبرې وکړې، غني له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام، په نویو واقعیتونو د سولې پروسې پر عیارولو ټینګار وکړ.

جمهوررئیس زیاته کړه، سوله د افغانستان خلکو او حکومت ته استعجالیت لري، خو دغه بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره متناسب وي.

په ورته وخت کې د افغانستان په یو شمېرسهیلي ولایتونو کې جګړو زور اخیستی او په ډیری سیمو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ درنې  نښټې روانې دي.

له هلمنده راپورنه وايي دلته اوس هم جګړه روانه ده او ان دا جګړه مرکز لښکرګاه ته نژدې سوې د ناوې او ګرشک ولسوالیو امنیت هم خورا خراب او د اندېښنې وړ دی.

تازه راپورونه وايي چې په دې ولایت کې پوستې یو په یو سقوط کیږي او نژدې ده چې وضعیت نور هم خراب سي.

په ورته مهال د کندهار ولایت څخه هم راپورونه وايي چې  د دې  ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې بریدونه او د طالبانو تحرکات زیات سوي او ورځ تر بلې د ولسوالیو  امنیت خرابیږي.

پر همدې مهال د زابل ولایت څخه هم هره ورځ د نښتو او بریدونو راپورونه ورکول کيږي مالومات ښيي چې د دې ولایت مرکز کلات باندې په دې وروستیو شپو کې پرلپسې بریدونه ترسره سوي چې پرمهال يې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.

دا په داسې حال کې  ده چې  له وسلوالو طالبانو غوښتل سوي چې تاوتریخوالی کم او د سولې لپاره ګامونه پورته کړي خو طالبانو دې خبرې ته کوم ځواب نه دی ویلی او ورځ تر بلې په ولایتونو کې بریدونه او جګړې زیاتوي.

خلیلزاد به څه پیغام راوړی وي داسې ښکاري چې د ترکیې کنفرانس هڅې هم ناکامې سولې اوس ښايي خلیلزاد او نور بله کومه لاره لټوي او د سولې لپاره کار وکړي ترڅو افغانستان د سولې په لور ولاړ سي

Comments are closed.