The news is by your side.

بېل ګيټس او ښځې يې د ۲۷ کاله ژوند نه پس يو بل نه طلاق واخېست

وروسته له ۲۷ کاله پس بېل ګيټس او ښځې يې يو بل نه طلاق واخېست

د مایکرو سافټ کمپنۍ مشر بیل ګيټس او ښځې یې میلنډا ګيټس په یو ګډ پیغام کې ويلي: له تېرو ۲۷ کالو راهیسې مو د خپلو درې بچیانو سالمې روزنې تر څنګ د یوې داسې ادارې بنسټ ایښی چې د نړۍ په کچه خلکو ته د ښه ژوند فرصتونه چمتوي کوي او په راتلونکې کې به هم ددې هدف لپاره د یو بل سره مرسته کوو، خو موږ دواړو پرېکړه کړې چې له یو بل طلاق واخلو”

دوی زیاتوي: د یو بل پرېښودو پرېکړه یې د ډېر سوچ او دقت څخه وروسته کړې خو دا یې نه دي ويلي چې ولې؟

بل ګیټس او میلنډا ګيټس په مایکرو سافټ کمپنۍ کې سره لیدلي وو، چې بیا یې په ۱۹۹۴ م کال کې واده وکړ او اوس د جنیفیر، روري جان او فیبي اډل په نوم درې اولادونه لري.

دوی د (بیل اینډ ميلنډا ګيټس فاونډېشن) په نوم یوه اداره هم چلوي چې موخه یې په نړیواله کچه روغتیا، چاپېریال ساتنې او زدکړو ته د خلکو هڅونه ده.

۶۵ کلن بیل ګيټس د مایکرو سافټ کمپنۍ مشر او د نړۍ په کچه د شتمنو وګړو لومړي قطار کې ځای لري.

Comments are closed.