The news is by your side.

هرات کې دومره فساد چې اوښ په بډه وهل کيږي

خبريال ويب پاڼه/  هرات د افغانستان له مهمو بندري او لويو ولايتونو څخه دی چې نفوس یې زيات اړ حکومتي تشکيل يې هم لوی دی.

په دې ولايت کې د ځمکې څخه د ریګ غيري قانوني او پيسو په بدل کې کارول او همدارنګه د خيالي شهيدانو او مفتو پيسو اخيستلو په باب حيرانوونکې خبرونه وړاندې سوي.

د يو راپور پر اساس ويل سوي په غيري قانوني ډول د ريګ وړلو پروسه د ټول هرات په زيان ده، د ځمکو برخې ماهرين په هرات کې د ريګو بی کنټروله استعمال په غيري قانوني او غيري مسلکي ډول د ريګو ايستل يوه فاجعه بولي.

ريکونه پر څه ډول ايستل کيږی؟

د خبريالانو تحقيق وايي چې د دې ښار يو خصوصي شرکت غ ورځې سلګونه موټرونه ريګ د هرات ښار هومهي سيمې څخه په غيري قانوني او غيري اصولي توګه باروي او له هره موټره د محصول په شکل ۱۰۰ افغانۍ هم غواړي.

د ريکو وړونکي موټروان وانان وايي هره له دې سیمې له ۴۰۰ څخه تر ۵ هم۰۰ موټرونه باريږي چې چا يې

تراوسه مخنيوی نه کړی.

د هرات د چاپيريال ساتنې رييس نصير احمد فضلي په دې هکله ټول اړوند نهادونو ته خبر ورکری کومه ګټه يې نه ده کړې او د پيسو په بدل کې يې د ورځې په دومره لويه کچه د‌ ريګ د تاوانونو په هکله هم خبرې اترې کړې دي.

دد ځمکې برخې يو شمېر کارپوهان هم دا چاره خطرناکه بولي او غوښتنه کوي چې د حقيار مومند په نوم شرکت له لوري دي د رېک وړلو مخنيوی وسي.

له دې سره تر خوا چې د هرات د ځمکې راتلوونکی په خطر کې دی د سلګونو خيالي شهيدانو په نوم پيسې راوزي او جيبونو ته لويږي دا چې دوی پيسې څنګه ترلاسه کوي او اسناد يې څنګه جوړ کړي دلته یې راسره ولولئ.

د رسنيزو مالوماتو پر بنسټ ۴۰ داسې کورنۍ سته چې په جعلي اسنادو او د شهيدانو په نه درلودلو سره بیا هم خپل مياشتې او کلني حقوق عايد ترلاسه کوي.

که څه هم د ولايت په کچه دشهيدانو د ورثې اسنادو څيړلو کميسيون سته خو خپله دا کميسون د فساد ښکارندويي کوي.

له دې مخې هر خيالي شهيد ورثې د کال ۶۰ زره افغانۍ په جعل او تذوير تراوسه کړې او له تيرو څو کلونو راهيسي چې دا پيسې دې کسانو ته جمه سوې څلو ميليونه او لکه ۶۰ زره افغانۍ تراوسه د دولت يوجې څخه په غيري قانوني ډول ایستل سوې، او چا يي مخه نه ده نيولې.

د هرات ولايت مقام فرهنګي سلاکار محمد انور متين ويلي له تيرو څو کلونو دا چاره ترسره کيږي.

نوموړي وويل يو شمېر کسانو د جعلي اسنادو په مټ چې له ملي امنيت او ثبت احوال نفوس څخه ترلاسه کړې خپل کلني حقوق ترلاسه کوي او داسې هم سوي چې يوه کس د دوه شهيدانو حقوق ترلاسه کړي وي.

په دې هکله کوښښ سوی چې ځواب ترلاسه سي خو نه دا کسان چې پيسې ترلاسه کوي او نه هم د هرات د شهيدانو او معلولينو اداره په ځواب کولو حاضره سوه.

خو د شهيدانو ورثې د تدقيق کميسيون که څه هم دا موضوع څارنوالۍ ته راجع کړې خو له اتو مياشتو تيريدلو سره بياهم د دې په اړه څه نه دي ويل سوي.

دا او دې ورته فسادونه چې په اړه يې ښکاره اسناد هم موجود دي په هرات ولايت کې ترسره کيږي خو د مخنيوي او ځواب ويلو يې څوک نسته.

Comments are closed.