The news is by your side.

طالبان په زور واک نه‌شي ترلاسه کولای

خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې وسله والو طالبانو د سولې خبرو سره هممهاله جګړه توده کړه، امریکا وايي، چې دغه ډله د زور له لارې واک ته نه شي رسېدای او قدرت ته د رسېدو یوازېنی لار خبرې اترې دي. 

امریکا ویلي چې سیمه او نړۍ اجازه نه ورکوي چې طالبان د زور له لارې ځان واک ته ورسوي او د تېر تاریخ د تکرار هڅه وکړي.

په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد او په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر له افغان چارواکو سره د سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

په اعلامیه کې راځي چې زلمي خلیلزاد له افغان حکومت د ملاتړ ډاډ ورکړی دی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي. سرچینه د خلیلزاد له خولې لیکي، چې نړیوال او سیمه ییز هېوادونه په هېڅ صورت طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې د جګړو له لارې خپلو موخو ته ورسېږي، بلکې دوی باید مذاکرات وکړي او جګړې کمې کړي.

 هغه ټینګار کړی چې افغان جګړه نظامي حل نه لري او باید په داسې لارو چارو فکر وشي چې هم جګړه ختمه کړي او هم یو ګډ حکومت رامنځته شي، چې ټول پکې خپل ځان وویني.

خلیلزاد تېره ورځ له ولسمشر غني سره کتلي وو او ارګ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو، چې په لیدنه کې د سولې اړوندو مسایلو باندې خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د سولې خبرو سره هممهاله جګړه توده ساتلې او د نړۍوالو او افغانانو د پرله پسې غوښتنو سره سره یې تر اوسه اوربند ته غاړه نه ده ایښې.

عام افغانان بیا دغه وضعیت سخت اندېښمن کړي دي او ټینګار کوي چې باید ښکېل اړخونه ژر تر ژره اوربند وکړي او د سولې بندې دروازې پرانیزي.

دا چې وسله وال طالبان به تر کومه حده د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي، جلا بحث دی خو رښتیا دا دي چې دغه ډله تر بل هر وخت خونړۍ شوې او په هېڅ ډول په افغانانو رحم نه کوي.

Comments are closed.