The news is by your side.

ولسي جرګې د پاکستان په وړاندې د جهاد اعلان وکړ

خبريال ويب پاڼه/ د افغانستان ولسې جرګې ويلي چې د پاکستان په وړاندې بايد وسله پورته سي او جهاد ترسره سي.

د ولسي جرګې غړي وايي چې د دې هېواد ديني عالمان د حق په نه درکولو سره عواړي چې په افغانستان کې جګړې ته څلک وهڅوي او د جهاد نوم ورکړې ولې کوم غيري اعمال چې پاکستان کې کیږي د‌هغوی په وړاندې چپ پاتي دي خو اصل کې د پاکستان په وړاندې جهاد فرض دی.

د دوی له انده پاکستاني ديني عالمان د ای ايس ای په فرمایش افغانستان کې د جهاد ږغ کوي خو دې هېواد کې پر غيري اسلامي ګړنو باندي چپ پاتي دي.

د ولسي جرګې غړي يار یاز حميدي وويل د پاکستان په مقابل کې جهاد فرض دی جهاد د پاکستان د فاحشه خانو هوټلو او شراب خانو مقابل کې فرض دی خو په افغانستان کې جهاد نسته ځکه دلته سرتاسر اسلام قايم او دایم دی.

د ولسي جرګې بل وويل اوس د دې وخت دی چې د پاکستان د اجيرو طالبانو او د ايران د صفاهيانو پر ضد ملي جهاد او قیام اعلان کړو.

ولسې جرګه په وروستيو کې د جګړې د شدت او امريکايي ځواکونو وتلو په هکله اندېښنه څرګندوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په سهيلي ولايتونو کې جګړو زور اخیستی او دا مهال د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنې نښتې رواني دي د افغانستان هلمند ولايت څخه راپورونه وايي چې درنو جګړو زيات هلمندي وګړي بې کوره کړي او د دې ولايت مرکز لښکرګاه شاوخوا کې سختې جګړې روانې دي دفاع وزارت هلمند ته د تازه دمو کومانډو ځواکونو رسيدلو خبر ورکوي خو هلته لاهم د جګړې کمښت کې کوم تغير نه دي راغلی.

په دې جګړه که څه هم ښايي دواړو لورو ته تلفات اوښتي وي خو ويل کيږي چې دې جګړه کې د طالبانو مهم قوماندانان وژل سوي دي.

په ورته وخت کې له زابله هم د جګړو خبرونه ورکول کيږي مالومات ښيي چې همدا تيره شپه د دې ولايت مرکز کلات باندې له څو لورو طالبانو پر کمر بندي پوستو بريدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له ځوابيه بريد سره مخ سول.

د افغانستان ولسي جرګه په دې جګړو او طالبانو په تسويق کې پاکستان پړ یولي او د جهاد کولو اعلان يې پر ضد وکړ

Comments are closed.