The news is by your side.

امریکا د سرتېرو د ایستلو د نوې نېټې په اړه طالبانو سره خبرې کوي

خبریال وېبپاڼه / که څه هم امریکا اعلان کړی وو، چې د سپټمبر میاشتې په بهیر کې به خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي، خو اوس داسې راپورونه خپاره شوي، چې امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو د نوې نېتې په اړه له طالبانو سره غږېږي. 

یو شمېر بهرنۍ رسنۍ وايي، چې امریکايي چارواکي له طالب مشرانو سره افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر نوې نېټې خبرې کوي او غواړي په ګډه یوې نوې نېتې باندې توافق وکړي.

که څه هم دا لا نه ده په ډاګه، چې دا خبرې به چېرته او د کومو چارواکو له لوري ترسره شي؛ خو ویل کیږي، چې امریکا هڅه کوي ترڅو خپل سرتیري د روان کال تر جولای میاشتې پورې افغانستان کې وساتي او طالبانو سره پر یوې نوې نېټې توافق ته ورسیږي.

سره له دې، چې د بایډن د پرېکړې له مخې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو لړۍ پیل شوې؛ خو بیا هم امریکا افغانستان کې د سرتېرو د پاتې کېدو لپاره له نویو لارو د کار اخېستو په لټه کې ده او غواړي طالبانو سره په دې تړاو خبرې وکړي.

دا اقدام وروسته له هغې کیږي، چې تېره اوونۍ القاعده ډلې اعلان وکړ، چې د امریکا پر وړاندې به تر هغه وخته خپلو جګړو ته ادامه ورکوي، ترڅو دا هېواد له ټولو اسلامي هېوادونو څخه بهر شوی نه وي.

تر اوسه طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې بیا ټینګار کړی و، چې که امریکا په ټاکلې نېټې ونه وځي؛ نو دوی به یې پر وړاندې بریدونه پیل کړي.

امریکا بیا طالبانو ته کوته څنډلې چې په هېڅ صورت ناامني نه شي جوړولی او که غلط اقدام وکړي، نو له قوي غبرګون سره به مخ شي، چې دا د هیچا په ګټه نه ده.

دا چې امریکا به له طالبانو سره د ځواکونو د ایستلو د نوې نېټې په اړه توافق ته ورسېږي او که نه جلا بحث دی، خو رښتیا دا دي چې امریکا نه غواړي په اسانه افغانستان پرېږي، ځکه له یوې خوا د ترهګرۍ د بیا قوت ګواښ دی او له بلې خوا افغانستان موقعیت داسې دی چې امریکا نه غواړي د سیمې هېوادونو رقابتونه پکې وشي.

Comments are closed.