The news is by your side.

په ښوونځيو کې د استادانو تېروتنې

دقـــــــت:
ځیني داسې موضوعات دي،چې په ښوونځي دوره کې نه ورته د ښوونکي فکر وي او د زده کوونکي، نو زه اوس غواړم، چې یوې داسې موضوع ور ور خلاص کړم،چې زیاته اړینه او مهمه ده.
عبـــــــــارت او متـــــــــن
دا دوه هغه موضوعات دي، چې په تېرو دولسو کلونو کې مو چا ذهن پرې خلاص نه کړ، که څه هم دا ګوت نیونه زیاته استادانو ته کوم، ځکه که موږ نه پوهېدلو، نو دوی خو پوهېدل، یا نه پوهېدل.
بحث را نه بل خواته ځي، نو راځئ چې لنډ ډول پرې ځان پوهه کړو، تر څو بیا دا ستونزه تکرار نه شي.
عبـــــــارت ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ Phrase
د دوو يا زیاتو خپلواکو مورفیمونو داسې یوځای کېدنه چې پوره معنی ور نه کړي او یو مورفیم یې د بل تابع وګرځي عبارت بلل کېږي.
یا په بله وینا:
د دوو یا زیاتو مورفیمونو داسې یوځای کېدل چې نحوي رابطه سره ولري؛ خو بشپړ مفهوم ور نه کړي.
مثــــــــالـــــــــونــــــه:
خړه وریځ،د سړک غاړه،څلور یاران،روغ بدن او داسې نور.
پورته ذکر شوي ټول عبارتونه،پوره مفهوم نه ور کوي او یو د بل تابع دي.
د عبارت خصوصیات:
۱: د جملې یو جز دی، نه پوره جمله.
۲: په یو عبارت کې تل یوه برخه د بلې برخې تابع وي.
۳: عبارت ساده یا بسیط وي.
۴: عبارت د کلمې په نسبت لوی او د جملې په نسبت کوچنی وي.
مثلا: که ووایو چې (زما کور)،نو دا یو عبارت شو،که د جملې خبر برخه ور سره ور زیاته کړو،چې (ودان شو) نو دا یوه بشپړه غونډله یا جمله شوه،چط مبتدأ او خبر دواړه لري.
دا یوه پراخه موضوع ده،نور ترې همدلته تېرېږو.
متـــــــــــــن:
د یوې موضوع یا عنوان تشریح ته متن ویل کېږي.
نو اوس که مو پورته فرق لوستی وي،نو حتما به پرې پوهېدلي یاست.
په ښوونځي دورې کې به موږ ته ښوونکو ویله،چې پلانکیه جيګ شه عبارت ووایه،ستا عبارت ښه دی،ستا کمزوری دی،ته عبارت نه شې لوستلی او باید عبارت زده کړې.
په مخکېنیو نصابونو کې یې،د متن پر ځای عبارت لیکلو،مګر اوس متن لیکي،خو موږ يې پر فرق چا پوی نه کړو.
تمه ده،چې استادان دا ډول موضوعاتو ته فکر وکړي او د خوار ملت پر سرنوشت لوبې ونه کړي.
ليکنه:
عبدالرحمن ځلاند


Comments are closed.